1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د بن د دوهم کنفرانس څخه ډيري هيلي لرو

۱۳۹۰ مهر ۲۴, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د آلمان د جمهوررئيس کريستيان وولف سره په خبري غونډه کي د هغه هيواد د مرستو څخه مننه وکړه او هيله يې څرگنډه کي چي د بن په نړيوال کنفرانس کي به، بیا هم افغانان د نړيوالو ملاتړ د ځان سره ولري.

https://p.dw.com/p/12t1T
افغان ولسمشر حامد کرزی د خپل جرمني سيال کريستيان وولف سره په کابل کي د ارگ په ماڼۍ کي
افغان ولسمشر حامد کرزی د خپل جرمني سيال کريستيان وولف سره په کابل کي د ارگ په ماڼۍ کيانځور: picture-alliance/dpa

د جرمني جمهوررئيس کريستيان وولف نن يکشنبه په يو رسمي سفر افغانستان ته تللی او هلته يې د مدني ټولني د استازو سره تر يوې غونډي وروسته د افغان ولسمشر حامد کرزي سره په يوه خبري غونډه کي گډون وکړ.

د آلمان جمهوررئيس د افغان ولسمشر حامد کرزي يوه دانه زوی ته د آلمان څخه د کوچنيانو يو بايسکل چي په ځانگړې توگه د ميرويس د پاره جوړ سوی و ور وړی دی.

کريستيان د ولسمشر کرزي سره په گډه خبره غونډه کي يوار بيا پر هغه خبري ټنگار وکړی، چي آلمان به تر ۲۰۱۴ کاله وروسته، چي بهرني ځواکونه د افغانستان څخه ووزي هم افغانان يوازي پرېنږدي.

د هغه په خبره په افغانستان کي پر نا امنيو سربيره به آلمان د افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

NO FLASH Bundespräsident Christian Wulff in Kabul
انځور: dapd

افغان ولسمشر حامد کرزي په دې خبري غونډه کي آلمان د افغانستان يو ډير نژدې دوست ياد کړی او زياته يې کړه، چي دغه دوه هيوادونه د يوې پيړۍ را په دې خوا ډير ټينگ دوستان دي. « دا هغه هيواد دی چي هر وخت يې افغانانو ته د دوستۍ او همکاريو لاس ورغځولی، او هغه هيواد دی چي هر وخت يې افغانان دوست بللی او مرستي ته يې وردانگلي.»

دغه راز په دې خبري غونډه کي ولسمشر کرزي د بن ددوهم نړیوال کنفرانس په اړه وويل: « افغانان اميدواره دي، چي دغه کنفرانس به د افغانستان د سولي، ابادۍ او نيکمرغي سبب وگرځي او بهرنيان تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم تر ۲۰۲۴ کاله د افغانانو ملاتړي پاته سي.»

ولسمشر کرزي دغه راز د افغانستان په سرحدي سيمي کي د گاونډيو هيوادونو د بريدونو په اړه وويل، چي د افغان حکومت په څېړنو کي هغه ادعاوي چي مطبوعاتو کړي ناسمي ختلي او هيڅ وخت به په ناسمو خبرونو د خپلو گاونډيانوسره اړيکي خرابي نه کړي.

د هغه په خبره که رشتياهم هغوی د افغانستان پر سرحداتو تيری وکړي بيا به نو افغانستان جدي اقدام وکړي. ولي تر اوسه پوري دا کار نه دی سوی.

د آلمان جمهوررئيس کرستيان وولف هم ټنگار وکړی چي د افغانستان سره د گاونډيانو د ستونزي په اړه به په ارويايي ټولنه کي د اړيکو د ښه کولو کوښښ وکړي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکې: بريښنا صابر