1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د بهرنيانو وژني خواشيني کړي يو

۱۳۹۰ اسفند ۷, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د قرآن شریف د سوځولو پر ضد د لاریونونو په شپږمه ورځ یو وار بیا پر خلگو له زغم څخه د کاراخيستلو ږغ کړی دئ.

https://p.dw.com/p/14AKX
انځور: DW

کرزي د قرآن شریف د سوځولو پیښه په کلکو ټکو غندلې ده. له دې پیښي وروسته تر اوسه شاوخوا ۳۰ تنه د تاو تریخوالي د پيښو قرباني شوي دي.

تیره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کي دننه دوه تنه امریکایي سلاکاران چې یو ئې ډگروال او بل جگړن وو پخپله کوټه کې په گوليو ويشتل سوي و موندل سول.

افغان ولسمشر پخپله تلویزوني وینا کې ویلي دي چې اوس بیرته آرامۍ ته د راگرځیدلو وخت دئ. هغه ویلي دي چې خپلو دښمنانو ته له دې موقع څخه د گټي اخیستلو چانس مه ورکوئ:

«متأسفانه لاریونونو له ځانه سره د مرگ ژوبلي پیښي رامنځته کړې ۲۹ تنه شهیدان شوي او د ۲۰۰ په شاوخوا کي ټپیان شوي دي.»

هغه په خپله دغه تلویزوني وینا کې وړاندي ویلي دي چې امنیتي ځواکونو ته ئې امر کړی دئ چې له احیتاط څخه کار واخلي او د خلکو ژوند او شتمنۍ خوندي وساتي.

د افغانستان له ټولو ملکي ادارو څخه د بهرنيو منسوبینو د ایستلو د پريکړي په اړه هغه د یوې پوښتني په ځواب کې ویلي دي چې دغه گام د پوهاوي وړ دئ:

«دا په دې وخت کي یو مؤقتي گام دئ چې د افغانستان خلک د قرآن شریف د سوځولو له امله په قهر دي. موږه د دې گام پر ضد نه یو.»

دا لا تر اوسه نه ده روښانه چې د کورنیو چارو په وزارت کې دننه دغه سلاکاران چا وژلي دي او یا دا چې دغه برید کوونکی نیول شوی دئ. خو په افغاني رسینو کې داسي راپورونه خپاره شوي دي چې د کورنیو چارو وزارت پر يوه استخباراتي مامور شک شوی دئ.

کرزي په خپله دغه تلویزوني وینا کي وړاندي ویلي دي: «هر چا چي دا کار کړی دئ هغه که افغان دئ او یا بهرنی موږ ئې په اړه خبر نه یو. موږ دغي پیښي خواشیني کړي یو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي څرگندوو.»

د نړیوالو ایتلافي ځواکونو غړو له ملکي ادارو څخه د منسوبینو را ایستل یو مؤقتي امنیتي گام بللی دئ او پر دې خبره ئې ټینگار کړی دئ چي دا کار به د افغانستان او لویدیځ تر منځ پر اړیکو کوم بد اغېز و نه لري.

په کابل کې د انگلستان د سفارت ویاندي کترینا ارنولد، ویلي دي چې د مؤقتي گام په توگه په کابل کي له ملکي ادارو څخه د روزونکو او سلاکارانو را ایستل تائيدوي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل