1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د بگرام پاته بنديان دي هم افغانانو ته وسپارل سي

۱۳۹۱ آذر ۲, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16oDv

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالتونو پر پوځ ږغ کړی دی چي هغه په لسونو افغانان دي افغان حکومت ته وسپاري چي له امريکايانو سره په افغانستان کي بنديان دي. حامدکرزي تر هغه وروسته دا غوښتنه کړې ده چي د يو شمېر افغان لوړ پوړو دفاعي، پوليسو او عدليې چارواکو سره يې خبري اتري وکړې. افغان چارواکو چي له بگرام د زندان څخه يې کتنه کړې وه، وايي چي متحده ايالتونو له هغي موافقې څخه سرغړونه کړې ده چي افغانانو ته د بگرام زندان د سپارلو په هکله سوې وه. افغان چارواکو ته د دغه زندان د سپارلو چاري د سپتمبر پر لسمه نېټه پای ته رسېدلي وې. د کرزي وياند ايمل فيضي د دوشنبې په ورځ ويلي ول چي تر ۷۰ زيات افغان بنديان تر اوسه لا په ناسمه توگه له امريکايانو سره دي، په داسي حال کي چي افغان محکمو هغوی د تورونو څخه بري کړي دي.