1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د حزب اسلامي له پلاوي سره مې لیدلي دي

۱۳۹۰ بهمن ۱, شنبه

ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ وویل چي شخصاً ئې د حزبی اسلامي له استازو سره لیدلي دي. هغه زیاته کړه چي دا لیدنه په ښه فضا کي تر سره شوې ده. دا په داسي حال کي ده چي طالبانو هم په قطر کي د یو دفتر د پرانستلو خبره منلي ده.

https://p.dw.com/p/13ndJ
کرزي د حزب اسلامي له استازو سره لیدلي دي
کرزي د حزب اسلامي له استازو سره لیدلي ديانځور: AP

ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ په کابل کي د پارلمان د غړو یوې غونډې ته وویل: «په نږدې وخت کې موږ د حزب اسلامي د یو پلاوي سره خبرې اترې وکړي.» خو هغه په دې اړه څه ونه ویل چې دغه خبرې اترې څه وخت تر سره شوي دي.

ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي ډلي مشري پر غاړه لري. دغه ډله د ۲۰۰۱ کال راهیسي په افغانستان کي د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو په وړاندي جکړه کي ښکیله ده. امریکا د حزب اسلامي حزب د تروریستي ډلو په لیست کي شامل کړی دﺉ.

کرزي په خپلو خبرو کي زیاته کړه: «په دغو خبرو اترو کې دواړو خوا خپل نظرونه د ورورولي او دوستي په فضا کي څرګند کړل. مونږه امیدواره یو چي دغه خبري اتري به ادامه ولري او دا به په افغانستان کي د سولي د راوستو له پاره ګټورې پایلې ولري.»

ولسمشر کرزي پارلمان ته د خپل وینا پر مهال وویل: «هغوي له ما، قسیم فهیم او نورو ورونو سره غوڼدې وکړي. موږ هیله لرو چي دغه خبري اتري به د افغانستان د ملت له پاره ښي پایلي ولري.»

لویدیځ او افغان چارواکي هیله مند دي چې د افغانستان په جګړه کي ښکیلي ډلي د خبرو اترو میز ته کیښنوي چي په هیواد کي رواني لس کلني خونړۍ جګړي ته د سولي له لاري د پای ټکی کیښودل شي.

په پام کي ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پای پوري به د افغانستان څخه ټول بهرني جنګي سرتیري ووځي او د ټول هیواد په کچه به د امنیت مسؤلیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي خبري اتري له هغه وروسته په ټپه ودریدلي چي یو ځانمرګي برید کوونکي چي ځان یې د طالبانو استازی باله، د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر، برهان الدین رباني، په خپل کور کې وواژه.

ولسمشر کرزي ویلي دي چي افغان دولت او د سولي عالي شوری به د قربانیانو سربیره هم د سولي د راوستو په موخه خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي. کرزي زیاته کړې ده: «هيڅ بهرنی هيواد او يا ټولنه حق نه لري چي افغانان د څپلو حقونو له ترلاسه کولو څڅه وګرځوي.»

افغان ولسمشر په خپلو خبرو کي زیاته کړې ده چي هغه هیله لري چې ټول هغه افغانان چې د خپل وطن او خلکو پر وړاندي جنګیږي په دې خبره پوه شي چي له دغي جګړي څخه نور هیوادونه ګټه تر لاسه کوي.

افغانستان د سیاسي نظامونو د آزموینې لابراتوار نه دﺉ

ولسمشر کرزي د ملي شورا د شپاړلسمي دوري د دویم تقنینې کال پرانیستونکي غونډي ته وویل چي په تېرو ۴۰ کلونو کي په افغانستان کي څو ځله نوي سیاسي نظامونه آزمویل شوي دي چي پایلي ئې ښي نه وي. کرزي وویل چي افغانستان د سیاسي نظامونو آزمونځای نه دي.

څو اونۍ وړاندي د افغانستان يو شمیر پخواني جهادي مشرانو د امریکا د کانګریس له یو شمېر غړو سره په برلین کي ولیدل او په افغانستان کي ئې د نطام د بدلون غوښتنه وکړه.

کرزی وویل: «موږ به هیڅ کله په افغانستان کي یو بل خطرناک سیاسي ازمایښت ته اجازه ور نه کړو. د افغانستان د اسلامي جمهوریت نظام د خلکو د ارادې پر بنسټ رامنځته شوی دﺉ او مونږ به هم تر وروستۍ سلګۍ له دغه نظام څخه دفاع وکړو.»

سیدریاض (د آلمان خبري آژانس)
کتونکی: مسعود جهش