1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د اداري فساد په اړه غونډه رابللې ده

۱۳۹۱ خرداد ۲۲, دوشنبه

ټاکل شوې ده چې ولسمشر کرزی، به په یوه ناسته کې د دولت د درې ګونو قواوو له چارواکو سره د هیواد پر مهمو مسائلو خبرې وکړي. په دې ناسته کې به د قضائیه قوې، حکومت او پارلمان کلیدي غړي برخه ولري.

https://p.dw.com/p/15Bpn
انځور: DW

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وایي چې له اداري فساد سره مبارزه او د ښې حکومت والۍ رامنځ ته کول به د دې غونډې دبحث اصلي موضوعگانې وي.

د یو شمیر کارپوهانو په وینا په افغان حکومت کې د فساد شتون او د ښې حکومت والۍ په رامنځ ته کولو کې د اجرائیه قوي پاتې راتګ، اوس د دغه هیواد اعتبار ته سخت زیان رسولی دئ او راتلونکې ئې هم له چلنجونو سره مخامخ کړې ده.

د ولسي جرګې غړي وايي چې ولسمشر ورسره ژمنه کړي ده چې د چنګاښ د میاشتي په لومړۍ نیټه به پارلمان ته وینا کوي او دوی به هم ورته د ملک د لانجو د هوارولو له پاره خپل ځانګړي وړاندیزونه مخې ته کړي.

د ولسي جرګې غړی شیر ولی وردګ، وایې د دوی تر ټولو مهم وړاندیز به له اداري فساد سره د مبارزي په برخه کې د حکومت د ارادې د څرنگوالې معلومول وي، چې ایا د کابل حکومت د فساد د له منځه وړلو له پاره کومه واضحه تگلاره لري او که نه:

«له هر څه نه مهمه طرحه دا ده چې د افغانستان جمهور رئیس باید د اساسي قانون پر یو شان پلي کولو باندې کار پیل کړي، نه دا چې له یوه چا سره د قانون په رڼا کې چلند وشي خو له زور واکانو سره بیا قانوني چلند په پام کې و نه نیول شي.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ پر وینا ولسمشر کرزی به له فساد سره د مبارزې په برخه کې له وکیلانو او د قضایه قوې له مشرتابه د مشورو غوښتونه وکړي چې څرنګه کولای شي د فساد لمن له افغانستان څخه راټوله شي.

د دولت د دری ګونو قواو ګډې غونډې ته د ولسمشر را څرګندیدل په داسي وخت کې پلان شوي دي چې یوه میاشت وروسته په جاپان کې د افغانستان په اړه د اقتصادي مرستو یوه مهمه غونډه جوړیدونکې ده. په دغه غونډه کې به له ۲۰۱۴ کال وروسته د یوې لسیزې له پاره له افغانستان سره د اقتصادي مرستو په برخه کې ژمنې وشي.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي که څه هم له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر د مشورتي غونډې هرکلی کوي خو ځيني نور بیا نوموړی له فساد سره د ریښتیني مبارزي په نه کولو تورنوي او وایې چې اوس چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او نړیوالې مرستې هم په بې ساري توګه په کمیدو دي له فساد سره د حکومت مبارزه بې ګټې ده. د ولسې جرگې غړې لالی حمیدزی وایي:

«دا ناشونې خبره ده. ولسمشر د توکیو د مجلس له پاره داسې اجنډا جوړوي چې ګواکي فساد نور په افغانستان کې ختم شو او نړیوالو ته دا ښيي چې د ده له فاسد حکومت سره بیا مرسته وکړي.»

د ولسي جرګې یو بل غړی عبدالجبار قهرمان، وایي چې حکومت د فساد د له منځه وړلو له پاره سیاسي اراده نه لري:
«په داسي حال کې چې تر نن ورځي پوري د فساد د له منځه وړلو له پاره سیاسي اراده نه وه، نو نن چې د توکیو کنفرانس جوړیدونکی دئ دا اراده څنګه راپیدا شوه. دا د حکومت یوه نمایشي لوبه ده چې پرې د نړیوالو سترګو ته خاورې شیندي.»

ټاکل شوې ده چې د جولاۍ میاشتي تر نیماي پورې له افغانستان سره د نړۍ د مهمو مرسته کوونکو ملکونو او ملګرو ملتونو په ګډون د جاپان په کوربه توب د افغانستان په اړه یوه مهمه اقتصادي غونډه جوړه شي. په دې غونډه کې به نړیوال له افغانستان سره تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د مرستو ژمنه وکړي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: سید ریاض