1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د دیورند کرښه په رسمیت نه پیژنو

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۴, شنبه

ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ ټینگار وکړ چې که د افغانستان او پاکستان پر پوله باندې رامنځ ته شوې شخړې د دې په موخه وي چې د دیورند کرښه په رسمیت وپیژندل شي، نو افغانستان به هیڅکه هم دغه کار و نه کړي.

https://p.dw.com/p/18SFk
Afghan President Hamid Karzai gives a speech during an event to mark International Women's Day in Kabul March 10, 2013. REUTERS/Mohammad Ismail (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS)
Hamid Karzai Präsident Afghanistan Kabul Rede Internationaler Frauentagانځور: REUTERS

د افغان او پاکستاني سرتیرو تر منځ په گوشته ولسوالۍ کې نښتې د دغو دوو هیوادونو تر منځ اړیکې لا پسې ترینگلې کړې. دغه نښته د تیرې پنجشنبې په ورځ رامنځ ته شوه چې په پایله کې یې افغان ځواکونه وتوانیدل هغه دروازه ویجاړه کړي چې ویل کیږي پاکستانيانو د افغانستان په خاوره کې جوړه کړې وه.

ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د پاکستان له خوا د افغانستان پر پوله بریدونه دوه دلیله لري. د افغان ولسمشر په حواله دغه دلیلونه د افغانستان د پرمختگ مخنیوي او همداراز پر افغان حکومت باندې فشار اچول دي ترڅو د دیورند کرښه په رسمیت وپيژندل شي. ولسمشر کرزي وویل: «دویم دلیل کیدای شي دا وي چې د افغانستان خلک دې ته مجبوره شي چې مذاکره وکړي او د دیورند کرښه په رسمیت وپیژني.»

خو کرزي ټینگار وکړ چې د پاکستان دغه هلې ځلې به کومې پایلې و نه لري. هغه زیاته کړه: «هغه کسان چې د وحشت او دهشت پر دغو اقداماتو لاس پورې کوي، به هیڅ کله هم کامیابه نه شي. د افغانستان خلکو له هغه وخت راهیسې چې دغه کرښه [د دیورند کرښه] د انگلیسانو له خوا رامنځ ته شوه، هغه په رسمیت نه ده پیژندلې.»

د دیورند کرښه په ۱۸۹۳ کال کې د بریتانیا د هغه وخت د حکومت له خوا د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په توگه وټاکل شوه، خو افغانستان د دغې پولې له منلو څخه انکار کوي.

ویل کیږي چې د دیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د خرابوالي یو لوی لامل دی. کله چې له کرزي څخه وپوښتل شول چې د دیورند د کرښي ستونزه به تر کوم وخت پورې دوام وکړي، هغه وویل: «د دیورند د کرښې برښه لیک روښانه شوی دی... د افغانستان خلکو هغه به رسمیت نه ده پیژندلې.»

په همدې حال کې ولسمشر کرزي پر دې خبره باندې ټینگار وکړ چې افغانستان له پاکستان سره د نیکو روابطو او پراخه تجارتي اړیکو غوښتونکی دی. هغه وویل چې په تیرو شپیتو کلونو کې هیڅ یوه افغان حکومت د دغه هیواد د اوسنۍ اداره په اندازه هڅه نه ده کړي چې له پاکستان سره خپلې اړیکې ښې کړي.

له امریکا سره پوځي تړون

ولسمشر کرزي په دغه خبري کنفرانس کې وویل چې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو په اړه خبرې اترې روانې دي. کرزي زیاته کړه چې امریکا افغانستان ته خپل جوړ شوی سند وړاندې کړی دی، خو د افغان ولسمشر په خبره په دغه سند کې د افغانستان گټې په هغه شان نه دي تأمین شوې چې حکومت یې غواړي.

ولسمشر کرزي ټینگار وکړ چې هغه مرستې چې امریکا یې افغانستان ته د دغه سند د لاسلیکولو په بدل کې ورکوي، باید پرته له کوم قید او شرط څخه وي. هغه وویل: «هغه مرستې چې افغانستان ته د دغه تړون، په حقیقت کې د پایگاو، په بدل کې ورکول کیږي، باید پرته له کوم قید او شرط څخه وي.»

کرزي وویل چې افغانستان د خپلو ملي منافعو په پام کې نیولو سره ځیني شرايط لري او کله چې دغه شرایط ومنل شي، نو دا امنتي تړون به لاسلیک شي. د کرزي په خبره د افغان ځواکونو تمویل او تجهیز د دغه تړون د لاسلیکولو اصلي شرط دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب