1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د سولې پروسه د امریکا او پاکستان په لاس کې ده

۱۳۹۸ مرداد ۱۰, پنجشنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغانستانه د امریکا پر مسولانه وتلو ټینګار کړی او ويلي يې دي چې افغانان او طالبان د امریکا او پاکستان له پاره یو بل وژني. هغه دغه خبري په يوه خبري کنفرانس کي کړي.

https://p.dw.com/p/3NA63
FILE PHOTO - Former Afghan president Karzai speaks during an interview in Kabul
انځور: Reuters/Omar Sobhani

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې په لومړۍ نیټه) په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د سولې، ولسمشریزو ټاکنو او یو لړ نورو مسایلو خبرې وکړي. نوموړي پر نورو موضوعاتو سربیره ټینګار وکړ چې امریکا باید له افغانستانه په مسوولانه توګه ووځي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي همداراز وویل چې امریکا له طالبانو سره توافق ته رسیدلی دی او افغان حکومت له امریکا سره توافق ته رسیدلی دی.

کرزي په خپلو خبرو کې وویل چې زموږ نظر دا وو او له امریکا سره مو هم شریک کړی دی چې باید جلا توافقات لاسلیک نه شي. کرزي وویل: «پریږدئ چې لومړی د طالبانو او زموږ [افغانانو] ترمنځ توافق وشي او دا چې دغه توافق د افغانانو غوښتنه ده او بیا وروسته افغانان دغه توافق له امریکا متحده ایالاتو سره لاسلیک کړي.»

Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

کرزي وویل چې په دې جلا توافقاتو کې د تفرقې یو عمل ويني او زیاته يې کړه چې دوی د توافقاتو ممانعت نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت له طالبانو سره د مستقیمو خبرو له پاره د یوه پنځلس کسیز پلاوي د تشکیل خبر ورکړ چې په خبره یې دغه پلاوی له اغیزمنو سیاسي څیرو، مدني او د ښځو له فعالانو جوړ دی.

سربیره پر دې د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی چې له طالبانو سره د وروستي پړاو د خبرو له پاره د قطر پر لوري خوځیدلی او اوس په پاکستان کې دی. خلیلزاد پاکستان ته تر سفر وړاندې ویلي ول چې د افغان سولې په تړاو د خپل ماموریت تر ټولو اغیزمن سفر یې په کابل کې پای ته رسولی دی.

سوله که ولسمشریزې ټاکنې

د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د څرګندونو برعکس پخوانی ولسمشر په دې باور دی چې لومړی دې په افغانستان کې سوله حاکمه شي او بیا دې ټول شموله ټاکنې ترسره شي.

حامد کزي وویل: «نن د افغانستان انتخابات د افغانستان د خلکو په لاس کې نه دي...څه چې امریکا غواړي، په انتخاباتو کې به هغه کیږي.» پخواني ولسمشر په داسې حال کې چې دغه انتخابات یې خپل ونه ګڼل وویل چې هغه په هیڅ ډول راتلونکو ټاکنو ته خوشبینه نه دی او د دې پر ځای دغه ټاکنې «افغانستان ته یوه دسیسه بولي.»

پخواني ولسمشر کرزي وویل چې ټاکنې هغه وخت په ښه توګه ترسره کیدلی شي چې دوی د خپلې خاورې او ارادې څښتن شي او په خبره یې چې اوس افغانان د پردیو په ځانګړې توګه د امریکا او پاکستان د ګټو قربانیان دي چې په پایله کې یې دوی او طالبان یو بل وژني.

Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني او راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو ته کانديد اشرف غني، تل د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کړی او ولسمشریزې ټاکنې یې د سولې د پروسې بشپړوونکي بللي دي.

طالبان بیا له امریکا سره د سولې پر خبرو ټینګار کوي او د افغانستان له حکومت سره یې تر اوسه پورې د هر راز مستقیمو خبرو وړاندیز رد کړی دی.