1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی د متحده ايالاتو د يو نوي پوځي پلان مخالفت کوي

۱۳۸۹ تیر ۱۹, شنبه

د واشنګتن پست د يو رپوټ له مخي چي نن خبور شوي دي، جنرال دیوید پيترايس په خپل هغه يو پلان کي د جمهور رييس کرزي له سخت مخالفت سره مخامخ شوي چي امريکا غواړي د افغانستان کليوالي خلک دي دطالب اورپکو پر خلاف خپله وجنګيږي

https://p.dw.com/p/OFmv
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزیانځور: AP

په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو او د ناتو د عمومي قوماندان په توګه د جنرال ديدو پيترايس له ټاکل کيدو څخه لا يوه اوني تيره شوي نه ده چي د هغه او د جمهور رييس کرزي تر منځ د افغانستان د پوځي ماموريت په هکله اختلاف نظر پيدا شوي دي.

د واشنګتن پست د يو رپوټ له مخي چي نن خبور شوي دي، جنرال پيترايس په خپل هغه يو پلان کي د کرزي له سخت مخالفت سره مخامخ شوي چي امريکا غواړي د افغانستان کليوالي خلک دي دطالب اورپکو پر خلاف خپله وجنګيږي.

د امريکا متحده ايالاتو د مرکزي قومانداني پخواني مشر، جنرال پيترايس تيره اوني په افغانستان کي خپل دنده وروسته له هغي اشغال کړه جمهور رييس بارک اوباما جنرال ميک کريستل له خپلی دندی په دی وجه ګوښه کړ چی هغه او همکارانو يی د رولينګ ستون نومي مجله کي د جمهور رييس د مرستيال جوبايدن او د سپيني ماڼي د نور لوړ پوړو چارواکو په نسبت د اوباما د خپلي جملي له مخي « له پوځي مقام سره د نه مناسب سلوک» ډوله يادوني کړي وي.

کله چي پيترايس دغي دندي ته وټاکل شو، د اوباما دا خبره يي تکرار کړه چي د افغانستان په ستراتيژي کي به اساسي بدلون رامنح ته نه شي. هغه په کابل کي د تيري يکشنبي په ورځ د خپل ماموريت د پيل په يوه وينا کي وويل: «د قومانداني د مشري بدلون د ستراتيژي د بدلون معني نه لري.»

خو د واشنګتن پست د ورځپاني په رپوټ کي راغلي دي: کله چي تيره اوني له جمهور رييس کرزي سره جنرال پيترايس د خپل نوي ماموريت له پيل څخه وروسته د لومړي ځل لپاره وليدل، خپل هغه يو پلان وړاندي کړ چی وروسته له دي په کليو او باڼدو کي له طالب اورپکو سره څه ډول مقابله وشي.

د واشنګتن پست د رپوټ له مخي کرزي دا پلان رد کړي چي کليوالي خلک دي په وسلو سمبال شي او له خپلو کليو او بانډو دي خپله دفاع وکړي.

خو ويل شوي دي چي د دفاع په مقصد د کليوالي خلکو را خپلول د متحده ايالاتو د ستراتيژي يوه مهمه برخه ده.

په رپوټ کي د امريکايي چارواکو له خولي ويلي شوي دي چي هغوي وويل: « امريکا متحده ايالات غواړي چي د افغانستان يو ګڼ شمير ولاياتو ته دغه پروګرام پراخ کړي. هغوي هيله من دي چي د کرزي انديښني به هم په دي اړه رفع کړاي شي.»

خو ډيري کار پوهان دغه ډول يو پروګرام چي کليوالي خلک مسلح شي، دير خطرناک بولي او دا ښايي افغانستان له ملک الطوايفي سره مخامخ کړي چي بيا کنترول يي به ډير سخت وي.

د دغه رپوټ له خپريدو يوه ورځ مخکي آلمان د افغانستان د ماموريت په وړاندي خپله ژمنو باندي يو ځل بيا ټينګار وکړ. د هغه هيواد د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويلي پرون د خپل هيواد فدرالي شورا يا بوندستک د خپلي هغي يوي وينا چي د افغانستان کی د پوځي ماموريت په اړه يي د حکومت دريځ څرګنده کړ وويل چي په افغانستان کي د شاتګونو سره سره، په ډيرو سيمو لکه په شمال کي پرمختګونه هم شوي دي.

په شمال کي د آلمان پوځ امنيتي مسووليت په غاړه لري. وستر ويلي وويل چي آلمان تصميم لري ډير ژره د دغو ولاياتو امنيتي مسووليت افغانانو ته وسپاري. هغه وویل: «مونږ غواړي چي په 2011 کال کي د دري يا حتي څلور ولايتونو امنيتي مسووليت افغانانو ته پريږدو.»

خو وسترويلي زياته کړه چي دا دي معني نه لري چي آلمان سمدلاسه له افغانستان خخه په وتلو پيل کوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي:احمد ولي اڅکزي