1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د ناټو ماموریت افغانستان ته رنځ راوړی

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ مهر ۱۶, سه‌شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو ماموریت له دې کبله وغانده چې د هغه په خبره «د ډیرو ځورولو پر رامنځ ته کولو» سربیره یې بیا هم کومي لاس ته راوړني نه دي لرلي.

https://p.dw.com/p/19vy7
انځور: AFP/Getty Images

افغان ولسمشر له بي بي سي سره په یوه مرکه کې دا خبره وکړه چي په افغانستان کې د ناټو تر لس کلن پوځي عملیات وروسته اوس هم دغه هیواد امن نه دی: «د امنیت په برخه کې [په افغانستان کې] د ناټو بشپړ ماموریت د افغانانو له پاره پرته له لاس ته راوړنو ډیري ځوروني او وژني رامنځ ته کړې، ځکه اوس هم په هیواد کې امنیت ټینګ نه دی.»

ولسمشر کرزي په خپله مرکه کې وویل چې هغه تر ۲۰۰۵ کاله پوري د امریکا متحده ایالاتو له پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش، سره ډیري ښې اړیکې لرلې. خو هغه روښانه کړه چې په دې اړیکو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو د کچي په لوړیدو سره ستونزي هم رامنځ ته شوي. کرزي وویل: «هغه څه چې موږ غوښتل بشپړ امنیت او د ترهګرۍ پر ضد واضح جګړه وه.»

«که امنیتي سند د افغانانو به ګټه نه وي نه یې لاسلیکوو»

کرزي د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان تر منځ د احتمالي امنيتي تړون د لاسلیکدو په اړه وویل چې که دغه سند د افغانانو په ګټه نه وي نو لاسلیک به یې نه کړي. هغه روښانه کړه: «که هغه [امنیتي تړون] زموږ په ګټه نه وي او یا که هغه د هغوی [امریکایانو] په ګټه نه وي، دا ډیره واضح خبره ده چې موږ به لاري سره بیلي کړو.» کرزي د تل په شان پر دې خبره باندي ټینګار وکړ چې د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي تړون باید د افغانانو له پاره سوله او ثبات راوړي: «که دغه تړون د افغانستان له پاره سوله او ثبات رامنځ ته نه کړي نو افغانان به هغه و نه غواړي.»

کرزی: که امنیتي تړون د افغانانو به ګټه نه وي نه یې لاسلیکوو
کرزی: که امنیتي تړون د افغانانو به ګټه نه وي نه یې لاسلیکووانځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

امریکا متحده ایالات او افغانستان اوس پر یوه امنیتي تړون باندې کار کوي چې د لاسلیکیدو په صورت کې به یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم یو شمیر امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاته شي. که څه هم امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې دغه تړون دې د رواني میاشتې تر پایه پوري لاسلیک شي، خو ولسمشر کرزی وایي چې هغه د تړون په لاسلیکولو کې بیړه نه لري او یوازې په هغه صورت کې به دغه سند لاسلیلک کړي چې د افغانستان په ګټه وي.

«طالبان هم کولای شي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي»

ولسمشر کرزي له بي بي سي سره د خپلي مرکې پر مهال وویل چې د هغه حکومت له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي. کرزي پر دې خبره باندي ټینګار وکړ چې طالبان کولای شي د افغانستان په راتلونکو ولسمشريزو او د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې ګډون وکړي. هغه وویل: «چیري چې افغانان نور افغانان د دولتي مقامونو له پاره د انتخاباتو له لارې ټاکي، طالبان هم باید راشي او په دغه بهیر کې ګډون وکړي.»

کرزي دا خبره هم وکړه چې له طالبانو سره خبري اتري او د هغوی بیرته راتګ به په افغانستان کې د ښځو د حقوقو په برخه کې «شوي برمتخګونه له ستونزو سره مخامخ نه کړي».

د طالبانو رژیم په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو تر مداخلې وروسته ړنګ شو. خو دغې ډلې تر دې نیټې وروسته هم خپلې جګړې ته دوام ورکړ چې له کبله یې تر اوسه پورې په لسهاو زره افغان ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. اوس چې پلان شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه د ناټو ټول جنګي ځواکونه ووځي، په دې هیواد کې د تاوتریخوالي کچه هم لوړه شوې ده.

یوازې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې له ۱۰۰۰ څخه زیاتو افغان ملکیانو د تاوتریخوالي په بیلابیلو پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او له ۲۰۰۰ څخه ډیر نور بیا ټپیان شوي دي.