1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د هوايي بريدونو دوام، د اشغال معني لري

۱۳۹۰ خرداد ۱۰, سه‌شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي بهرنيان نسي کولای چي د خپلو مرستو په بدل کي د افغان بچيانو په ژوند لوبي وکړي. که دوی دې کارونو ته دوام ورکړی په « اشغالگرځواک» به تبديل سي.

https://p.dw.com/p/11REX
ولسمشر کرزی او د هغه دوهم مرستيال کريم خليلي
ولسمشر کرزی او د هغه دوهم مرستيال کريم خليليانځور: picture alliance / dpa

کرزي دغه څرګندوني دوه ورځي وروسته ترهغه وکړې چي په هلمند ولايت کي د ناټو ځواکونو په بمبار کي يو شمير ماشومان مړه او ژوبل سول.

جمهوررئيس کرزي نن په کابل کي د يوې خبري غونډي پر مهال يو ځل بيا خپلو نړيوالو متحدينو ته ګواښ وکړ چي که چيري د ولسي افغانانو له وژني لاس وانخلي نو پايلي به يي ټولي نړۍ ته خطر زيږونکي وي.

نوموړي وويل چي په تيرو لسو کلونو کي دی خپلي هغه هيلي ته ندی رسيدلی چي د هيواد بچيان يې خوندي وي.

« په هغه توګه چي افغانانو هيله درلوده بهرنۍ ټولني هغسي د ترهګرۍ پر ضد مجادله و نه کړه، په دې کي يې ډير سياست وکړي، خپل منافع يي ولټول نه د ترهګرۍ بر خلاف جنګ. دا جګړه يي د سياسي اهدافو وسيله وګرځوله، د افغانانو صادقانه توسيعه يې و نه منله. که دوی د افغانو د کورونو ويشتل، نيول، او ټکول يي نه وای کړي نو بې شکه چي دا جګړه به نن ډيره کاميابه وای.»

افغان ولسمشر بهرنيان په افغانستان کي له ترهګرۍ سره په جګړه کي په ټګۍ او خپل سريو تورن کړل چي په وينا يي، د افغانانو د خوښۍ مطابق نه، بلکي خپلو ګټو ته په کتو سره يي دغه جګړه روانه کړې ده.

ولسمشر کرزی چي د هلمند له وروستۍ پيښي سخت درديدلي ښکاريدی د افغانانو ژوند تر هر څه لوړ وباله چي په وينا يې په هيڅ ډول د زغم وړ نه دی.

کرزي وويل د افغانستان د يوه بچي ژوند، موږ د ټولي دنيا په پيسو نه ورکوو، کله چي بهرنيان افغانستان ته راغلل د خپلو خلکو د ژوند ساتلو له پاره دلته راغلل، افغانان هم درد لري، غريب ملت دی، کور لري، بچيان لري او هر کور د خپل بچي د ساتلو له پاره ځان ورکوي او دا زموږ حق دی چي خپل بچي وساتو.

په تيره يوه اونۍ کي دا لومړی ځل وو چي ولسمشر کرزی ناټو ته وروستۍ اخطار وړاندی کړ خو ايا بيا به دغه پيښي تکراريږي، کرزي وويل چي لس شل او پنځوس ځله يي ناټو ته ويلي خو هغوي هيڅ نه کوي.

افغان ولسمشر کرزي دا هم وويل چي د امريکا سره پر ستراتيژيک تړون کار روان دی او په دې باب به مشورتي جرګه را وغواړي.

هغه وويل چي مشورتي جرګه به د ملک د لوړو ګټو په باب بحثونه اوپرکړي کوي او افغانستان نسي کولای چي د پرديو ګټو له پاره خپلي ګټي په اوبولاهو کړي.

ولسمشر کرزي د افغانستان جګړه مهمه وبلله او پر ټولو ګاونډيانو يې ږغ وکړ چي د وضاحت او صداقت له پاره په خپلو کي ناستي ته اړتيا ده.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل