1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د پردو په وسلو خپل خلک مه وژنی

۱۳۹۰ شهریور ۸, سه‌شنبه

افغان ولس مشرحامد کرزی د اختر د لمانځني په مناسبت پر خپلو وسلوالو مخالفینو یو ځل بیا غږ وکړی چی له زور زياتیو څخه لاس واخلی او د خپلو خلکو ناورین ته دی خاتمه ورکړی. دغسی غوښتنی له دی مخکی هم کرزی کړی دی

https://p.dw.com/p/12Pqy
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: picture alliance/dpa

ولسمشر حامد کرزي نن د ارګ په جومات کې له نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره یو ځای د کوچني اختر له لمانځه خخه روسته  ژورنالیستانو سره لنډې خبرې وکړې او یو ځل بیا یې له وسله والو مخالفینو څخه وغوښتل چې نور دې جنګ جګړې بس کړي  .

کرزي وسله والو مخالفینو ته د « وطندارانو» خطاب وکړ او وي ویل چې :  پردی وسله مو د خپلو خلکو پر وړاندې پورته کړې ده.»

کرزی وویل:«یو ځل بیا له خپلو وطندارانو غواړم چې وسلې پر ځمکه کیږدی ، د وطن د ویجاړولو او د دې خاورې د بچیانو د وژنې پر ځای د سولې له بهیر سره یو ځای شی او د دې خاورې له پاره کار وکړی .»

دغه رازکرزي د اختر په ویاړ هغه پنځه ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل چې امنیتي چارواکو د ځانمرګو بریدونو په تور نیولي وو .

ده هیله مندې وښوده چې نور باید افغان ماشومان په دغه رنګه بریدونو کې قرباني نه شي .
ددغو ماشومانو څخه د یوه ماشوم پلار وویل : «زوی یې ترهګرو تېرایستی ؤ. هغوی غوښتل یې چې دی د خپلو شومو اهدافو ښکار کړي .»

دا لومړی ځل نه دی چی کرزی په وسلوالو مخالفینو باندی د سولی لپاره غږ کوی. هغوی تر اوسه پوری په خپل پخوانی دریځ ټینګار لری چی  ګواګی « د نړیوالو ځواکونو په حضور کی د سولی خبری ممکن نه دی.»

د طالبانو مشر، ملا محمد عمرله خولی هم یو لیکل شوی پیغام چی په څو ژبو ترجمه شوی دی  د اختر په مناسبت خپور شوی. په دغه پیغام کی که څه هم د طالبانو پر پخواني دریځ ټینګار شوی، خو د لومړی ځل لپاره  د افغان حکومت، نړیوالو ځواکونو او د طالبانو تر منځ د اړیکو خبره ياده شوی ده. .

په پیغام کې په لومړي ځل ملاعمر منلې ده چې افغان حکوت او نړېوالې ټولنې سره یې خبرې کړي خو دده پر وینا چې دا خبرې د سولې له پاره بشپړ مذاکرات نه شي بلل کېدای  .

په  افغانستان کی  نړیوال ځواک، آیساف  د طالبانو د مشر دغه ډول یادونی  یواځي «تش تبلیغات ګڼلی» چی د سولی له پروسی  سره کومه مرتسه نه شی کولای.

د ایساف ویاند، کارستن یاکوبسون وویل: «پر دې ټول افغانان پوهیږي چې ملاعمر او طالبان دروغ وايي ، ځکه هغه څوک چې د دوی تر لاس لاندې کار کوي  هره ورځ ملکي افغانان وژني . ۸۰ په سلو کې ملکي افغانان د طالبانو د لاسه وژل کیږي .»

تردې دمه وسله وال طالبان په افغانستان کې بهرني ځواکونه د سولې د خبرو پر وړاندې ستر خنډ بولي او ټینګار کوي ، ترڅو چې دغه ځواکونه په افغانستان کې وي دوی خبرو ته نه کیني .

له بل لورې افغان دولت د اساسي قانون منل ، وسله پر ځمکه ایښودل او له نړېوالو ترهګریزې شبکو سره د اړیکو شلول وسله والو مخالفینو ته د خپلو شرطونو په توګه وړاندې کړي دي .

تراوسه داسې نښه نه لیدل کیږي چې ګواکي ښکیلې غاړې دې له خپلو وړاندې ایښې شرطونو څخه تیرې شوي وي .

کابل/  اسماعیل شاکر
کتونکی: عبدالباری حکيم