1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د پغمان د پيښي عاملين بايد اعدام شي

شمس الرحمن ناصر / حسين سيرت۱۳۹۳ شهریور ۱۵, شنبه

د پغمان د پيښې په هکله د ښځو چارو وزارت، د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او نورو مدني ټولنو چپتیا له انتقادونو سره مل وه. خو دغه بنسټونه وايي هڅه کوي د دې پر ځای چې احتجاجونه په لار واچوي له قربانیانو سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/1D88F
انځور: SHAH MARAI/AFP/Getty Images

په همدې منځ کې ولسمشر کرزي ویلې دي چې د پغمان د پيښې عاملین دي آعدام کړای شي. د دولتي چارواکو په خبره ۱۰ تنه وسله والو غلو د پنجشنبې په شپه د اگست د میاشتې په ۲۸ نیټه د دوو موټرو سپرلې چې د کابل په شمال ختیځ پغمان کې له یو واده څخه را ستانه شوې ول او د مرکز پر لور وان ول راښکته کړل. وروسته تر دې سړي له ښځو څخه جلا کوي او د لسو تنو غلو له خوا پر څلورو تنو میرمنو په پرله پسې ډول تر سهار پورې جنسې تیری کیږي.

د ښځو د حقونو مدافع بنسټونه تر څو ورځو پوري د دې پيښې په هکله چپ پاتي ول او هیڅ ډول غبرگون يي ښکاره نه کړ. د دغې پیښې په هکله د ښځو چارو وزارت، د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او مدني ټولنو چپ پاتې کیدل پوښتنې را ولاړې کړي او د انتقادونو سره مل وې.

یاد بنسټونه وايي چې د قربانیانو د حیثیت او آبرو د ساتلو له پاره يي نه غوښتل چې دغه موضوع رسنیو ته ورسیږي. د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې هیڅ چا د پغمان د پيښې په هکله شکایت نه وو کړی.

« که مونږ دغه پيښه ډیره وڅېړو او ډېر کار ورباندي وکړو، بیا نو دا بله موضوع ده. مونږ ته شکایت کوي چې ولي زمونږ کورنې حریم بربنډوې؟ او چا تاسې ته شکایت کړی دی.»

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند وايي چې د قربانیانو انساني کرامت تر پښو لاندی شوی او پر دوی تیری شوی دی. نوموړی زیاتوي چې قربانیانو ته باید انصاف ورکړل شي او د پيښې عاملین په سزا ورسول شي.

د ښځو چارو وزارت چې د ښځو د حقونو د ملاتړ یوازنۍ دولتي بنسټ دی، یوازې د یوې اعلاميې په خپرولو سره بسیا کړې ده. تمه کیده په دا ډول مواردو کې به د ښځو د چارو وزارت د دغو ښځو د حقونو د جبرانولو له پاره تر نورو بنسټونو ډیر کوښښ وکړي. د دغه وزارت چارواکي وايي د کابل د امنیه قوماندانۍ او قربانیانو سره د اړیکو له لارې يي کوښښ کړی چې د پيښې عاملین په سزا ورسول شي.

د ښځو چارو وزارت معینې مژگان مصطفوي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې قرباني شوې میرمنې د خپل پت او عزت د خوندې ساتلو په موخه نه غواړي چې موضوع رسنيي شي.: « هیڅ یو له دغو میرمنو څخه نه دي حاضر شوې چې نوم او هویت یي ښکاره شي او یا هم د ښځو چارو وزارت ته مراجعه وکړي.»

د پغمان تر پيښې وروسته دغه قضیه په پراخه پيمانه په ټولنیزو شبکو او فیسبوک کې خپره شوه. د دغې شبکې په زرگونو کاروونکو عاملینو ته د اشد مجازات یا آعدام د سزا غوښتنه وکړه.

په دې وروستیو کې د فیسبوک کارونکو ځنې انځورونه خپاره کړي دي او وايي چې دا د پغمان د پیښې د قربانیانو انځورونه دي. د ښځو چارو وزارت وايې چې د دا ډول انځورونو خپرول د قربانیانو پر وړاندی یو بل تیری دی او د فیسبوک کاروونکي باید دا ډول انځورونه خپاره نه کړي.

له بلې خوا د پيغمان پيښې په خلکو کې ډیره بې اعتمادي رامنځته کړې ده. ډیری خلک وايي چې د دې خبر تر اوریدو وروسته نور د تفریح له پاره پغمان ته نه ورځي او د شپې له خوا د واده محفلونو او دوستانو کورونو ته له ورتگ څخه ډډه کوي.