1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د پګړۍ د بم په وړاندي باید کمپاین وشي

۱۳۹۰ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

ولسمشر کرزي د افغانستان له ديني علماو څخه غوښتي چي د پګړيو د بمونو پر وړاندي یو کمپاین په لاره واچوي. کرزي د ديني مشرانو څخه دا هم غوښتي چي یاغیان په دي خبري قانع کړي چي په پګړيو کي چاودیدونکي مواد ځای پر ځای نه کړي

https://p.dw.com/p/12DWN
افغان ولسمشر، حامد کرزی
افغان ولسمشر، حامد کرزیانځور: picture alliance/dpa

په پګړۍ کي د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو په واسطه د ځانمرګي برید ترسره کول د یاغیانو نوی تخنیک دی. په تیري یوي میاشتي کي د دغه تخنیک څخه په کار اخيستلو سره د کندهار شاروال او د علماوو د شورا مشر ووژل شول.

تر دغو پیښو وروسته اوس داسي پوښتني پیدا شوي چي د دغي نوي ستونزي سره باید څه رنګه داسي مقابله وشي چي دیني حساسیتونه رامنځ ته نه کړي.

دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان او پاکستان کي ځانمرګو برید کونکو پخوا د بورقي څخه د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو لپاره کار اخیستی ؤ.

د ولسمشر کرزی یوه ویاند، سیامک هروي، ویلي چي ولسمشر کرزي په ورستیو کي د افغانستان د علماوو د شورا له غړو سره کتلي ترڅو د دغي نوي ستونزي په اړه خبري وکړي. هروي ویلي:

«زمونږ له نظره یاغیان غواړي د اسلامي ارزښتونو څخه د غلطي استفادي په کولو سره، نړیوالو ته اسلام په غلطه توګه وپیژني.»

هروي زیاته کړي چي حامد کرزي د ديني علماوو څخه غوښتي چي یاغیان په دي خبري قانع کړي چي له ديني ارزښتونو څخه په غلطه توګه استفاده ونکړي. د هروي په حواله کرزي د ديني عالمانو څخه د دي خبري غوښتنه هم کړي چي یاغیان په دي خبري پوه کړي چي د ځانمرګو بریدونو تر سره کول اسلامي کار نه دی.

اوس مهال د افغانستان په ځینو رسمي ادارو کي ساتونکي د مراجیعینو څخه غواړي چي خپل پګړۍ د تلاشي پر وخت ایسته کړي.

د طالبانو یوه ویاند، ذبیح الله مجاهد، ویلي چي طالبانو هیڅ کله هم په پګړۍ کي چاودیدونکي مواد نه دي ځای پر ځای کړي. طالبانو خو د قندهار د علما د شورا د مشر د وژني پړه هم پر غاړه نه ده اخیستي. په دغه برید کي ځان وژوندکي چاودیدونکي مواد پخ خپلي بګړۍ کي ځای پر ځای کړي ول.

دا په داسي حال کي ده چي طالبانو د قندهار د شاروال د وژني بړه پر غاړه اخیستي او ویلي يي دي چي په دغه برید کي چاودیدونکي مواد په پګړۍ کي نه وه ځاي پر ځای شوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل