1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی د کابل د کنفرانس د مخه د م م د تور ليست څخه د يو شمېر طالبانو د نومونو د ايستلو تلاښ کوي

۱۳۸۹ تیر ۲۱, دوشنبه

د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو حکومتونه په گډه په دې تلاښ کي دي چي د يو شمېر لوړ پوړو طالب مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو د تورليست څخه ليري کړي.

https://p.dw.com/p/OGfg
ولسمشر حامد کرزی او د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون
ولسمشر حامد کرزی او د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مونانځور: AP

واشنگټن پوست ورځپاڼه ليکي چي جمهوررئيس حامد کرزيی غواړي چي، د اسلامي تند لارو سره دسولي دخبرو دپرمخ بيلودپاره د 50 تنو طالب مشرانو نومونه د هغه ليستونو څخه لېري سي چي، د ملګرو ملتونو د خوا د ترهګرو په هکله تر تيب سوي.

خو په رسمي توګه دکابل حکومت ددي کار دپاره خپل پخواني شرطونه یاد کړي او وايي چي، دغه مقاومت کونکي بايد په راتلونکي کي دا ژمنه وکړي چي، دوی به د زور زياتيو څخه کار نه اخلي.

د افغانستان اوسنی نافذ اساسي قانون به مني او د ترهګرۍ د نړیوالو سازمانونو سره به خپل هر ډول تماسونه شلوي.

واشنګټن پوست دغه خبر د افغان حکومت دیوه عالي رتبه مامور له قوله خپروي او وايي چي، د کرزي حکومت پر دې ټينګار لري چي د طالبانو د يو شميرمشرانو نومونه دي ډیر ژر د هغه ليسته څخه ليري کړل سي،تر څو په افغانستان کي دوروستۍ نه کلني جګړې دپای ته رسولو دپاره دحل يوه سوله ايزه سیاسي لاره وموندل سي.

د افغانستان او پاکستان دپاره دامریکا د متحده ایالاتو خاص استازي ريچاد هولبرک د تيري سه شنبې په ورځ نيويارک ته تللی تر څو د ملګرو ملتونو د ټولني د مسوولو چارواکو سره په دې هکله خبري وکړي چي د طالبانو دیو شمير مشرانو نومونه دي د ترهګرو دليست څخه ليري سي.

په خبر کي ويل سوي چي، د ملګرو ملتونو ټولنه داسي بيلګي او اسناد غواړي چي وښه يي په رښتیا سره دغه کسان چي نومونه يي د ترهګرو د ليسته څخه ليري کیږي ،نور د زرو زیاتیو څخه لاس اخلي.

د امريکا د متحده ايالاتو حکومت پر دې ټينګار کوي چي، د افغانستان په هکله د هغه نړیوال کنفرانس څخه چي د جولای د مياشتي پر شلمه نېټه په کابل کي پلان سوی دمخه په دې هکله چي د طالبانو ديو شمير مشرانو نومونه دي د ملګرو ملتونو د ترهګرو له ليسته څخه ليري سي،موافقه منځ ته راسي.

خو د واشنګټن پوست په رپوټ کي لیکل سوي چي، د امریکا متحده ایالتونه ددې سره مخالفت کوي چي، د ترهګرو د تور ليسته څخه دي د طالبانو د مشر ملا محمد عمر نوم هم ليري سي.

د افغانستان ددولت مشر حامد کرزي د روان ميلادي کال دجون په مياشت کي داخبره کړې وه، چي غواړي د طالبانو د یو شميرلوړ پوړو مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ د تور ليسته څخه ليري سي.

په دې ډله کي هغه طالبان شامل دي چي، د القاعدي د اسلامي نړیوال تروريستي سازمان سره تړاو نلري او دا پر یکړه د افغانستان د سولي دملي مشورتي جرګې له خوا هم سوې وه.

AG / ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل