1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: زه پر خپلو خبرو ولاړ یم

۱۳۸۹ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

حامد کرزي تيره ورځ د بهرنيو مطبوعاتو سره په مرکو کي يوار بيا پر دې ټنګار وکړی، چي افغانستان د افغانانو کور دی، هر څه چي هغوی غواړی هغه به کوي. زموږ ملګري به زموږ سره مرستي کوي نه داچي زموږ په کورنيو چارو کي لاس ووهي...

https://p.dw.com/p/Mnua
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

د امريکا متحده ايالاتو ته اندېښنه پيدا سوي، چي ولي د افغانستان ددولت مشر حامد کرزي د لويديځو هيوادونو په مقابل کي يو ناڅاپه انتقادي دريځ غوره کړی دی.

دسپيني ماڼۍ وياند Robert Gibbs وايي« په رښتياسره د افغانستان ددولت دمشر حامد کرزي خبري ناراحت کونکي دي، او په ماهيت کي دده خبري حقيقت نلري. خو د سپيني ماڼۍ وياند بيا دا هم وايي،چي د امريکا د متحده ايالاتود دولت مشر بارک اوباما غواړي، چي په راتلونکي کي هم د حامد کرزي سره، چي د افغانستان دولس له خوا ټاکل سوی جمهور ريس دی، ګډ کار وکړي.

د تيري پنجشنبې د ورځي راهيسي، د افغان ولسمشر حامد کرزي پرله پسي پخپلو څو ويناو کي د امريکا د متحده ايالاتو او نورو لويديځو هيوادونه ته پيغورونه ورکړي، چي پر ده باندي فشار اچوي.

کرزي دBBC سره په يوه مرکه کي پرون څرګنده کړې،چي دافغانستان د ولسمشرۍ په ټول ټاکنو کي کومي درغلۍ، چي سوي د هغه مسوليت د لويديځو هيوادونوپه غاړه دی.

«څه چي ما د ټاکنو په هکله ويلي دي ټول سم دي. زه نه غواړم دغه خبري بيا تکرار کړم خو ټولي خبري، چي ما پدي هکله کړي دي رښتيا دي.

ولسمشر کرزی زياتوي. «موږ له يوبل سره همکاري لرو او موږ غواړو چي دغه ګډ کار ته دوام ورکړو هم د امريکا د متحده ايالاتو سره او هم د نوري نړۍ سره، خو خبره داده چي په دغه ګډ کار کي بايد ددواړو خواو دلچسپۍ په نظر کي ونيول سي. زه دا خبره په ډاګه سره کوم، چي افغانستان يو خپلواک دولت دی.»

کرزی په کندهار کي د قومي مشرانو سره د خبرو پرمهال
کرزی په کندهار کي د قومي مشرانو سره د خبرو پرمهالانځور: AP

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي کندها رته د خپل سفر پر مهال داخبره هم کړې، چي دکندهار د ولس دخوښي او رضا څخه پرته هيڅوک حق نلري، چي په کندهار کي په يوه تعرضي پوځي عملیاتو پيل وکړي، او که چيري د ولس دخوښي په خلاف دا کار وشي نو موږ به د ناټو په مقابل کي غبرګون وښه يو.

د افغانستان ددولت د مشر حامد کرزي د ورستيو خبرو په اړوند آلماني سیاست والو هم څرګندوني کړي دي. د مثال په توګه د آلمان په اتحادي پارلمان کي دشنو دګوند د پارلماني ډلي مشر Jürgen Trittin په يوه ټلوزیوني مرکه کي ويلي:

«حامد کرزی غواړی، چي په اصطلا پخپله خوښه لامبو وکړي خو داچي دی وايي په افغانستان کي سوله اوثبات يواځي دولس سره په ګډه تر سره کيدای سي، داخبره به يواځي دده تصوروي.»

د المان په اتحادي پارلمان کي د بهرنيو چارو د ډلګه ګۍ مشرRuprecht Polenz چي د آلمان دمسيحي ډیموکراټ ګوند غړی دي وايي:

«زما په عقيده حامد کرزی غواړي پخپل دغه نوي دريځ سره خپل ولس ته وښه يي، چي دی يو خپلواک مشر دی او د پردیو هيوادونو په خوښه کار نه کوي. دی غواړي ووايي، چي زه د افغانستان ددولت مشر يم، نه دیوه پردي دولت لاس پوڅی، او که دی دا کار ونکړي نو اولس دی نه مني. خو داچي ده پخپلو خبرو کي یو څه زياتی کړی دی، دا څانته خبره ده.»

حامد کرزی په کندهار کي د CNN سره په يوه مرکه کي وايي: «زه نه دا غواړم چي د لويديځو هیوادونو سره په اصطلاد ګډ کار موزې وشلیږي اونه دا چي زموږ ملګرتیا او ګډ کار دي نه وي. څه چي زه غواړم هغه داده، چي هريو بايد خپل دريځ او حد وپيژني افغانستان د افغانانو کور دی او دا دووی کار دی، چي پخپل کور کي څه غواړي. زموږ ملګري به زموږ سره مرستي کوي نه داچي زموږ په کورنيو چارو کي لاس ووهي.»

AG6/ZDF/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل