1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی : مونږ نه غواړو افغانستان دنورو هيوادو ددلچسپيو ډګر وي

۱۳۸۸ اسفند ۲۰, پنجشنبه

دغه خبره نن پنجشنبې حامد کرزي په اسلام آباد کي کړې او په ډاګه سره يې ويلي دي چي مونږ هيڅکله دانه غواړو او نه به پريږدو چي زمونږ په هیواد کی دهند او پاکستان او یا دامریکا او ايران ددلچسپیو دپاره لانجې او جګړې رامنځ ته شي

https://p.dw.com/p/MPmM
انځور: AP

په افغانستان کی کله چي د2001 ميلادی کال په پاي کی دامريکايانو په پوځی مداخلي سره دطالبانو تحريک دځواک له مسنده څخه وشړل شو ، نو دافغانستان دنوي نظامه دولويديځو هیوادونودملاتړ تر څنګ هند اوپاکستان دواړه په دي لټه کي شول چي په افغانستان کی دخپل نفوذ لمن پراخه کړي .

له بله پلوه د امریکي متحده ايالتونه او ایران چی دیوبل سره دشمني لری ، نو داسي ويل کیږی چی دوي دافغانستان په لانجه کي په اصطلا یو دوه مخيز لوبه پر مخ بيايي .

دافغانستان ددولت مشر کرزي په يوه مطبوعاتی کنفرانس کي پاکستاني مشرانو ته ویلي دی چي مونږ په افغانستان کی په دي ښه پوهيږو چی دپاکستان دزړه له کومي ګډ کاره څخه پرته زمونږ په هيواد افغانستان کی سوله او ثبات نشی راتلاي . او زه دا ګومان هم لرم چي ښايي په پاکستان کی هم دا اصل منل شوي وي چی که چيری په افغانستان کی سوله او ثبات اوسوکالی نه وي نو په ګاونډي هیواد پاکستان کی هم سوله او ثبات قوام نشی موندلاي .

دافغانستان ددولت مشر داخبره هم کړی چي نه غواړي دده هیواد دنورو هیوادونو ددلچسپيو دپاره دلانجو او شخړو ډ ګر وګرځي . او مونږ داهم نه غواړو چی زمونږ په خاوری کي دنورو هیوادونو په ضد توطيي وشی .

ملا برادر بايد افغانستان ته وسپارل شي :

دامريکي دمتحده ایالتونو تر فشارونو لاندي داسلام آباد حکومت دي ته اړ شوی چی په قبايلی سيمو کی چيرته په افغانستان کي دامريکي دمتحده ايالتونودپوځی عملیاتو نه روسته طالبان او دالقاعدی دسازمان ډیر غړي دغه سیمو ته تښتيدلی دي پوځی عملیات وکړی ، تر څو چي دوي نور ونشی کړای له دغه سيمو څخه دخپلو عملیاتو دپاره به افغانستان کی کار واخلی .

که څه هم په څو تيرو ورځو کي داسی خبرونه خپاره شوی چی چي دطالبانو يو شمير غړي په پاکستان کی نيول شوي دی خو بیاهم سیاسی کتونکی په دی پوره باور نلری چي آيا په رښتيا سره دپاکستان استخباراتي څانګي دتند لارو طالبانو سره خپلۍ اړیکي شلولي او که څنګه .

کرزي دپاکستان له حکومته څخه ددي غوښتنه کړی چی بايد ملا برادر افغانستان ته وسپارل شي خو سیاسی کتونکی وايی چی دپاکستان حکومت غواړيدملابرادر څخه په افغانستان کی دنفوذ ديوي وسیلي به توګه کار واخلي .

دپاکستان لمړي وزير رضا ګیلاني ویلي دی چی افغانستان ته دملا برادر دسپارلو به موضوع کی به له حقوق بوهانو سره خبری وشی . خو په افغانستان کی دسولی او ثبات په لاره کي به پاکستان خپله ونده تر سره کړی .

دچار شنبي په ورځ دپاکستان ددولت مشر آصف علي زرداري دافغانستان او پاکستان دپاره دیوه مارشال پلان غوښتنه کړی .

که څه هم لويدیځ هيوادونه مخالف دی خو بياهم کرزي غواړی له ملا عمره سره خبري وکړي :

دغه خبر دآلمان دخبررسولو آژانس dpa خپور کړیاو وايی چی حامد کرزی داخبره دپنجشنبي په ورځ په اسلام آباد کي کړيده . او ويلي دی چی « مونږ دی ته چمتو یو چی دافغانستان داساسي قانو ن به چوکاټ کی دملا عمر په شمول له هر افغان سره خبري وکړو . »

فرانس پرس آژانس / فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري