1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: نور به د امريکا نه، پوځي مرسته و نه غواړو

۱۳۹۰ تیر ۶, دوشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي، د يکشنبې په ورځ ويلي، چي که افغان پوليس او ملي اردو د امنيت د انتقال تر پروسې وروسته ونتوانيږي چي د خپل هيواد امنيت تيڼګ کړي، نو دی به يو ځل بيا امريکا ته مخ وا نه ړوي.

https://p.dw.com/p/11k16
ولسمشر کرزی د مرکې پر مهال
ولسمشر کرزی د مرکې پر مهالانځور: AP

کرزي چي د CNN تلويزيون سره خبري کولې، د اوباما د هغه پريکړي څخه چي د راتلونکي کال تر دوبي پوري به 33000 سرتيري ووزي، هرکلی وکړ.

حامد کرزي د هغو سرتيرو د شمير په اړه چي د افغانستان څخه وزي وويل، چي دی په دې اړه کوم نظر نه لري:

« د سرتيرو هغه شمير چي بارک اوباما ويلي د افغانستان څخه وزي، د دې خبري ښکارندوی دي چي افغانان د خپل هيواد امنيتي چاري په لاس کي نيسي او د خپل هيواد د سرحدونو څخه خپله دفاع کوي. نو له همدي کبله موږ د دغي خبري د اعلان څخه ډير خوشحاله يو.»

Afghanistan Kämpfer Polizei NO FLASH
انځور: AP

کله چي د حامد کرزي څخه وپوښتل سول، چي که د افغانستان ملي پوليس او اردو و نه سي کولای چي د امنيت د انتقال تر پروسې وروسته، د افغانستان امنيت ټينګ کړي، ايا کرزي به يو ځل بيا د بارک اوباما څخه وغواړي چي په افغانستان کي د امريکايي سرتيرو شمير ډير کړي، کرزي ځواب ورکړ چي دي به داسي کوم کار و نه کړي.

«دا د افغانانو مسؤليت دی چي د خپل هيواد څخه ساتنه وکړي او د خپلو هيوادوالو امنيت ټينګ کړي.»

د امنيت د انتقال د بهير سره سم، افغان او امريکايي چارواکي د طالبانو د ځينو گروپونو سره په خبرو بوخت دي، ترڅو د افغانستان جګړې ته يوه سياسي حل لاره پيدا کړي.

خو د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير، رابرت گېټس، ويلي چي له دغو خبرو اترو څخه به په راتلونکي څو مياشتو کي هم د کومي لويي لاس ته راوړني اميد و نه سي.

کرزي د CNN سره په مرکي کي وويل چي، که طالبان د افغانستان اساسي قانون ومني او د ښځو حقونو ته احترام وکړي نو هغوی ته به اجازه ورکړل سي چي بيرته خپلو کورونو ته ساتنه سي.

Flash-Galerie Polizei Afghanistan
Flash-Galerie Polizei Afghanistanانځور: DW

« د افغانستان خلک سولي ته اړتيا لري، هغوی سوله غواړي. افغانستان بايد د نړۍ د بل هر هيواد په څير پرمختګ وکړي. او موږ بايد دغه اهدافو ته د مناسبو لارو څخه ورسيږو.»

کرزي د افغانستان د سولي پر بهير د پاکستان اغيزو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چي په دغه بهير کي ځيني عوامل داسي هم سته چي د افغانستان د کنترول څخه بهر دي.

هغه وويل چي د افغانستان د سولي په بهير کي د پاکستان همکاري، د دغي پروسې د کاميابۍ اصلي دليل کيدای سي.

«پاکستان د افغانستان د سولي په بهير کي ډير مهم رول لري. د افغانستان د سولي په پروسه کي داسي عوامل هم سته چي د افغانستان تر کنترول وتلي دي، او که دغه عوامل همکاري و نه کړي، نو طالبان نه سي کولای چي د يو واحد ګروپ په توګه د سولي د بهير سره يو ځای سي.»

حامد کرزي دغه راز دا خبره چي افغانستان دي پر څو برخو وويشل سي رد کړه. هغه وويل چي د سولي په بهير کي به داسي هيڅ کومه پريکړه و نه سي، چي د افغانستان د تقسيميدولامل سي.

هغه زياته کړه چي افغانستان اساسي قانون لري، او هر څوک چي د سولي د بهير سره يوځای کيږي نو بايد هغه ومني.

اژنسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل