1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: نړيواله ټولنه ښايي بياهم له ملا محمد عمر سره د روغي جوړي ملاتړ و نه کړي

۱۳۸۸ بهمن ۱۱, یکشنبه

افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د لندن د کنفرانس څخه وروسته په کابل کي په لومړۍ مطبوعاتي غونډه کي وويل، چي موږ د افغانانو په توګه خپل هيواد ته د سولي د راوستلو لپاره تر کومه ځايه چي مو لاس رسيږي خپل اعظمي کوښښ کوو...

https://p.dw.com/p/Lo2V
کرزي وويل: « مونږ د افغانانو په توګه خپل هيواد ته د سولي د راوستلو لپاره تر کومه ځايه چي مو لاس رسيږي خپل اعظمي کوشش کوو، خو په دي اړه نړيوال اړخ هم نقش لري. او دا د روغي جوړي پروسه کړکيچنه کوي.»
کرزي وويل: « مونږ د افغانانو په توګه خپل هيواد ته د سولي د راوستلو لپاره تر کومه ځايه چي مو لاس رسيږي خپل اعظمي کوشش کوو، خو په دي اړه نړيوال اړخ هم نقش لري. او دا د روغي جوړي پروسه کړکيچنه کوي.»انځور: AP

د افغانستان جمهور رييس حامد کرزي نن وويل چي دي به ډير زيات کوښښ وکړي چي د خپل حکومت د سولي د نوي پلان له مخي د طالبانو د مشرۍ سره د روغي جوړي لپاره لاس نور هم اوږد کړي تر څو هغوي له زور زياتوي څخه لاس واخلي او د سولي په پروسه کي ګډون وکړي.

له لوړ پوړو طالبانو سره د سولي لپاره د کرزي غوښتنه دري ورځي وروسته له هغي عنوانيږي چي په لندن کي د افغانستان په يوه کنفرانس کي د نړي کابو 70 هيوادونو د افغانستان د سولي له پلان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، د دغي پلان له مخي د منځني او کښتو ليکو طالبانو ته چي چمتو دي له جګړي څخه لاس واخلي او خپل ملکي ژوند پيل کړي، د کار، مسلکي زدکړو او مدني ژوند لپاره شرايط چمتو کيږي.

د افغانستان جمهور رييس د خپل سولي د پلان په هکله له دوو پړاونو څخه خبري وکړي او وويل چي په لومړي پړاو کي په ټولنيز ژوندانه کي د ټيت پوړو طالبانو ادغام لپاره یو پروګرام لاس لاندي دي او په دوهم پړاو کي د هغوی له مشرانو د خبرو اتری په پام کی دي:

کرزي پخواهم د طالبانو په مشرانو باندي دغسي ږغونه کړي ول چي په هغو کي په ملا محمد عمر باندي هم ږغ شوي چی حکومت سره خبری اتری وکړی، خو لويدځو مشرانو د کرزي له داسي يو غوښتني څخه هيڅکله ملاتړ نه دي کړي او داسي ښودلي ده چي له سخت دريځو طالبانو سره چي د هغو په سر کی ملا محمد عمر وي روغه جوړه ممکنه نه ده ځکه هغه د ملګرو ملتو د مشکوکو ترهګرو په لست کي شامل دی او لس مليونه ډالر يي د هغو د نيولو لپاره انعام ايښي دي.

کرزي چي د لندن د کنفرانس څخه وروسته د لومړي ځل لپاره په جمهوري ماڼي کي خبريالانو ته خبري وکړي اعتراف وکړ چي نړيواله ټولنه ښايي بياهم له محمد عمر او يا د هغه په څير نورو سره د روغي جوړي ملاتړ و نه کړي.

کرزي وويل: « مونږ د افغانانو په توګه خپل هيواد ته د سولي د راوستلو لپاره تر کومه ځايه چي مو لاس رسيږي خپل اعظمي کوشش کوو، خو په دي اړه نړيوال اړخ هم نقش لري. او دا د روغي جوړي پروسه کړکيچنه کوي.»

د ميوند په سيمه کي د وسلوالو طالبانو يوه ډله
د ميوند په سيمه کي د وسلوالو طالبانو يوه ډلهانځور: picture-alliance/dpa

طالبانو هم په خپل وار سره د کرزي د سولي نوي پلان په کلکه رد کړي دي او ژمنه يي کړي چي د حکومت او په هيواد کي د امريکا متحده ايالاتو تر مشري لاندي د 110 زرو بهرنيو سرتيرو پر ضد به خپلي جګړي ته تر هغه پوري چي هغوي په بشپړه توګه له هيواد څخه ووځي، دوام ورکړي.

د طالبانو دغسي يو دريځ ته د ځواب په توګه کرزي وويل چي د هغه د سولي پلان د هغو طالبانو لپاره دي چي له القاعدي او نورو تروريستي ډلو سره تړاو نه لري، هغه زياته کړي چي د امريکا متحده ايالاتو او د ناتو ځواکونه به تر هغه په هيواد کي پاتي شي چي د کرزي د خپلي جملي له مخي « ترهګر او افراطيون» ماته وخوري.

کرزي زياته کړه: « طالبانو ته هرکلي کيږي چي خپل هيواد ته ستانه شي او د سولي لپآره کار وکړي ترڅو امريکا متحده ايالاتو او نورو ته لاره هواره شي چي بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شي».

جمهور رييس کرزي وويل چي له لومړنيو 140 مليون ډالرو څخه چي د لندن په کنفرانس کي يي د روغي جوړي او پخلايني په موخه د يوی مالي مرستي په توګه ژمنه وشوه، ملکي ټولنه کي د طالب جنګيالو د ادغام لپاره تري کار اخيستل کیږی، هغه هيڅکله هغو ته د بډي ورکولو يا رشوت معني نه لري.

کرزي وويل چي د هغه حکومت به د سولي او پخلايني يوه ستره شورا جوړه کړي تر څو دغه پروګرام د عمل په ډګر کي پلي کړي او بيا به په پسرلي کي عنعنوي لويي جرګي ته بلنه ورکړي تر څو د سولي په راتلونکي باندي بحث او خبري وشی. کرزي به همدا اوني سعودي عربستلان ته سفر وکړي چيرته چي د هغه هیواد له پادشاه ملک عبدالله څخه وغواړي چي د افغانستان د سولي په پروسه کي خپل نقش ولوبوي.

کرزي وويل: « هغه نقش چي مونږ يي په دي اړه په لټه کي يو، هغه يواځي له طالبانو سره په خبرو اترو پوري محدود نه پاتي کيږي، بلکه هغه ډير ډير پراخ نقش دي چي لمن يي اوږده ده.

کرزي وويل چي دي به د سعودي له واکمنانو څخه وغواړي چی له ګاونډيو هيوادونو سره د افغانستان د اړيکي په ښه کولو کي هم خپل نقش ولوبوي.

AG/DPA/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل