1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: پر خپلو شرطونو باندي ولاړ يو

۱۳۹۱ فروردین ۳, پنجشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۲۲) په کابل کې د ملي پوځي اکاډمۍ د فراغت مراسمو ته د وینا پر مهال یو وار بیا ټینګار وکړ چې له امریکا سره به د افغاني گټو په پام کي نيولو سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي.

https://p.dw.com/p/14P1X
انځور: AP

د ښاغلي کرزي په وینا پر دغو شرطونو خبري رواني دي او پر ځینو مسایلو موافقه هم شوې ده.

«امریکا راسره منلې ده چې د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او اختیار ته به پوره درناوی کوي.»

کرزي دا هم وویل چې امریکا او ملګرو ئې ورسره منلې ده چي د افغان امنیتي ځواکونو د پياوړي کولو له پاره به هر کال ۴،۱ میلیارد ډالر ورکوي خو دا پيسې باید له نورو هېوادونو سره د پوځي اړیکو مخه و نه نیسي.

حامد کرزي ددې ترڅنګ د افغان پوځ پر پیاوړتياهم ټینګار وکړ او ويویل چې تر ۲۰۱۴کال مخکي باید افغان پوځ پر خپلو پښو ودریږي.

هغه وويل، چي په راتلونکي کال کي باید افغان پوځ ددې جوګه شي چې په خپلواکه توګه عملیات ترسره کړي:

«د بهرنیو ځواکونو له وتو سره سم د افغانستان امنیت ساتنه ستاسو مسئولیت ګرځي، او تاسو باید د خپلو زده کړو او مهارتونو په مرسته د خپل هيواد دفاع وکړئ.»

دا څرګندوني تر هغه وروسته کیږي چي امريکا چارواکو ويلي دي چي له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون لاسليکولو ته نژدې سوي دي.

ټاکل شوې ده چي د افغانستان په اړه د شکاګو نړېوال کنفرانس به د روان ميلادي کال د می د مياشتي پر۲۰ مه نېټه جوړ شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن تېره شپه په واشنګټن کي د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول سره په يوه خبري غونډه کي څرګنده کړه چې له افغانانو سره اوږد مهالو همکاریو ته ژمن یو.

مېرمن کلنټن د ستراتیژیک تړون په برخه کې ځینو پرمختګونو ته د اشارې پر مهال ویلي دي چې د بګرام زندان په اړه له افغان حکومت سره پر یوه هوکړه لیک موافقه هغه څه دي چې د ستراتیژیک تړون لاسلیکدو ته د یوه بل ګام د ورنژدې کیدو په معنی دئ.

دغه راز، دې ویلي دي چي ډیر ژر به د شپې پر عملیاتو هم له افغان حکومت سره یوې موافقې ته ورسیږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول هم ويلي دي چي کيدای سي دغه تړون په روان کال کښي د ناټو د جوړيدونکي غونډي دمخه لاسليک سي.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل