1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کرزی په نزدې راتلونکي کې پاکستان ته ځي»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ مرداد ۶, یکشنبه

افغان حکومت اعلان کړی دی چې په پام کې ده ولسمشر حامد کرزی به په نزدي راتلونکي کې اسلام آباد ته سفر وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې کرزی غواړي په دغه سفر کې له پاکستان سره د همکاریو په هکله وغږیږي.

https://p.dw.com/p/19FR7
انځور: DW

افغانستان ته د پاکستان د یوه لوړ پوړي چارواکي له سفر څخه څه د پاسه یوه اوونۍ وروسته، افغان ولسمشر حامد کرزی غواړي چې په نزدې راتلونکي کې اسلام اباد ته سفر وکړي. دغه خبره د یکشنبې په ورځ «د ۲۰۱۳م کال د جولای ۲۸مه» په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزرات ویاند، جان موسی زي وکړه.

هغه وویل چی ولسمشر کرزي، کابل ته د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت د سلاکار، سرتاج عزیر تر سفر وروسته دغه بلنه ومنله.

د پاکستان د لومړي وزیر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته، نواز شریف له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه پاکستان ته د سفر کولو غوښتنه وکړه. خو په لومړي سر کې افغان ولسمشر دغه بلنه و نه منله.

افغان حکومت ادعا کوي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په تامینولو کې څو وارې د همکارۍ ژمنې کړې دي، خو هیڅ کله یې خپلې دغه ژمنې عملي کړي نه دي.

د نوازشریف، د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز، تیره اوونۍ کابل ته سفر کړی وو
د نوازشریف، د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز، تیره اوونۍ کابل ته سفر کړی ووانځور: picture-alliance/dpa

موسی زي په کابل کې یوې خبرې غونډي ته وویل: «د افغانستان ولسمشر چمتو دی چې د پاکستان له نوي حکومت سره د همکاریو او اړیکو یو نوی فصل پرانیزي. افغانستان په تیرو لسو کلونو کې په صادقانه توګه ډیره هڅه کړې ده چې له پاکستان سره یې اړیکي ښې شي.»

موسی زي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د داړو هیوادونو حکومتونه د دغه سفر د مشخصې اجندا په جوړولو باندې کار کوي.

موسی زي وړاندې وویل چې افغانستان د تروریزم پر وړاندې د جدې مبارزې غوښتونکی دی: «مونږ په داسې حال کې چی د دواړو هیوادونو ګټو ته د درناوي غوښتنه کوو، غواړو چې دواړه هیوادونه د تروریزم او افراطیت پر ضد مبارزه کې عملی ګامونه واخلي. سر بیره پر دې موږ غواړو چې په نورو برخو، لکه اقتصادي او په پاکستان کې د افغان کډوالو په هکله خپلې همکارۍ پراخه کړو.»

افغان حکومت د پاکستان پیپلز ګوند د واکمنې پر وخت څو ځلي دغه هیواد ته هیتونه واستول او دواړو هیوادونو د سولې ګډ کمیسیون جوړ کړ خو عملا دغو هڅو په افغانستان کې د سولې د تامنیولو په برخه کې کومه مرسته و نه کړه.

تیره اوونۍ د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز کابل ته سفر وکړ او افغان حکومت ته یې د نواز شریف د دوستۍ پیغام ورساوه.

د امنیتي تړون لاسلیکدل لا هم ځنډیدلي دي

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات نظامي چارواکو د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیکدو پر سر ټینګار کړی دی، خو افغان حکومت وايي چې لا اوس هم د دغه تړون پر سر موافقتنامه د تعلیق په حالت کې قرار لري.

ښاغلي موسي زي وویل: «د افغان دولت له پاره زماني ضرب الاجل مهم نه دی. څه چې مهم دي هغه د دغه سند محتوا، کیفیت او هغه ضمانتونه چې په دغه سند کې باید موجود اوسي د افغان دولت له پاره لوړ اهمیت لري. باید له یاده و نه باسو چې دغه سند به د ۲۰۱۵م کال د جنوري د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د اجرا وړ وي.»

افغان حکومت وایي چې تر ۲۰۱۵م کاله پورې به د افغانستان او امریکا اړیکي د مخکنیو قراردادونو پر بنسټ ادامه ومومي. سربیره پر دې افغان حکومت پر دې ټینګار لري چې د متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ پلان شوی امنیتي تړون باید په افغانستان او سیمه کې د ثبات ضمانت وکړي.