1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی په نظر پوښتنو کې مخکی دی

۱۳۸۸ مرداد ۲۰, سه‌شنبه

په افغانستان کې د يوې امريکايي موسسی لخوا تر سره شوی نظر پوښتنه کې د افغانستان اوسنۍ جمهور ريس او د راتلونکو جمهوری رياست انتخاباتو ته کانديد حامد کرزي ته ښايی ۳۶ په سلو کې افغان وګړي رای ورکړی.

https://p.dw.com/p/J7ZK
انځور: AP

په دی اساس دا به تر نورو ټولو کانديدانو مخکی وی، خو وبه نشی کولای چې د انتخاباتو په لومړی دور کې دغه ټاکنې د ځان لپاره وګټی.

دغٰه نظر پوښتنه د امريکا حکومت لخوا تمويل شوی او سږ کال د جولای د اتمې څخه تر اوسمې پوری د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې تر سره شوي.

عبدالله عبدالله به وروسته له کرزي څخه دوهم شخص وی، چې شل په سلو کې ملاتړ لری.

دوه نور کانديدان رمضان بشر دوست او اشرف غنی به د دغې نظرپوشښتنې په بنسټ ۷ او ۳ په سلو کې رايې وګټي.

د افغانستان ولسمشرۍ په ټاکنو کې چې د اګست مياشتې په شلمې نيټې اجرا کېږی، ۴۱ تنو او په دې جمله کې ۲ مېرمنو هم ځانانو کانديد کړي دي.

په امريکا کې د Glevum Associates Social Science Research & Analysis (SSRA) موسسه چې دغه سروی يې کړی ده زياتوی:

پاتې اوه ديرش کانديدان به هر يو تر دوو په سلو کې کمې رايی، يعنی ټول به يوازی ۱۳ فيصده وګټی.

په دغه پوښتنو کې شل په سلو کې تر اوسه پوری خپل تصميم نه وو نيولی او يا له ځواب څخه يې ډډه کړی د ه.

سروې ښېې چې کرزی زياتره د افغانستان په جنوبي او جنوب-غربي يعنی د پښتنو په سيمو کې او داکټر عبدالله د تاجکو لخوا ملاتړ کېږی.

د سږ کال د می مياښتې په يوه بله نظر پوښتنه کې کرزی ۳۱ او داکتر عبدالله یوازي ۷ په سلو کې طرفداران درلودل.