1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: ځانگړې محکمه به خپله پريکړه ارو مرو صادروي

۱۳۸۹ بهمن ۶, چهارشنبه

د افغانستان ولسمشر، حامد کرزي نن د خپل هيواد پارلمان تر يو لړ پرله پسې لانجو وروسته پرانيست او د نوي پارلماني له استازو سره لږ تر لږه سمدلاسه لانجه پای ته ورسوله.

https://p.dw.com/p/Qve0
ولسمشر کرزی د پارلمان په پرانست غونډه کي
ولسمشر کرزی د پارلمان په پرانست غونډه کيانځور: picture alliance / dpa

تر دې د مخه ځينو استازو ګواښ کړی ؤ چي که چيري کرزي نن پارلمان افتتاح نه کړی، هغوی به په خپل سر دا کار وکړي.

د پارلمان پرانيستي غونډه چي د ولسي جرګي په انګړ کي نيوله سوې ول، تر ټاکنو څلور مياشتي وروسته دايره سوه. د دغو ټاکنو نتايج شخړيز ول او په هغو کي د درغليو او بې نظميو رپوټونه ورکړل سول.

وروسته له هغي چي نوو پارلماني استازو پر قرآن کريم باندي د لاس ايښولو سره افغان ولس ته د خدمت کولو د لوړي مراسم پر ځای کړل، کرزي هغوی ته د پارلماني مسووليت د په غاړه اخيستلو «مبارکي» ورکړه.

د پارلمان په پرانيستي غونډه کي د حکومت پر وزيرانو سر بيره، بهرنيو ديپلوماتانو د امريکا د متحده ايالاتو او د ناټو عمومي قوماندانو جنرال دويد پيترايس هم ګډون درلود.

د نوي پارلمان پرانيستل د ولسمشر او ځينو نوو استازو تر منځ په وروستيو اونيو کي شخړه ايزه موضوع وه او لا تر اوسه هم په بشپړه توګه حل سوې نه ده.

کرزي يوه اختصاصي محکمه جوړه کړې چي هغه په ټاکنو کي په درغليو باندي غور کوي، د کومو په نتيجه چي ويل کيږي ځيني کانديدان په «ناحقه» توګه د پارلمان استازيتوب تر لاسه کړی دی.

کرزي پرون له ځينو «بايلونکو کانديدانو» سره وليدل او هغوی ته يې ژمنه کړې چي د اختصاصي محکمي له لاري به د هغوی پر غوښتنو باندي غورکيږي.

که څه هم د رپوټونو له مخه ځينو «ګټونکو کانديدانو» دوه ورځي مخکي له ولسمشر سره په«تحريري توګه» ژمنه کړې چي د اختصاصي محکمې فيصلې ته به سر ټيټوي، خو د ولسي جرګې د پخواني ريس يونس قانوني په شمول ځيني نور استازي د يوې داسي محکمې جوړول او د هغې فيصله د اساسي قانون خلاف کار ګڼي.

کرزي پارلمان ته په خپله وينا کي يو ځل بيا د خپل هيواد په کورنيو چارو کي د «بهرني لاسوهني» خبره ياده کړه. د بايلونکو کانديدانو سره تر ليدني کتني وروسته په هغه وينا پاڼه کي چي د ولسمشري د دفتر له خوا پرون خپره سوه کرزي ويل ول چي « ځني بهرني لاسونه زموږ تصميمونه تر پوښتني لاندي نيسي او په دي لټه کي دي چي په هيواد کي کړکيچ پيدا کړي.»

په وينا پاڼه کي د کرزي له خولې ويل سوي دي:« هغوی ځني کانديدان (ګټونکي پارلماني استازي) ولمسول چي د ولسمشر له برخي اخيستو څخه پرته پارلمان پرانيزي او ورته ويل سوي دي چي له هغوی څخه ملاتړ کوي.»

هغه په خپله ننۍ وينا کي وويل:«سړی بايد پوښتنه وکړي چي، زموږ دغه ځوان حکومتي نظام د قانونيت د کړکيچ پر لور کوم قدرتونه رهبري کوي او غواړي چي زموږ د حکومت درې قواوي د يو بل پر ضد وهڅوي.» کرزي وويل: « موږ بايد له دغو موضوعاتو سره لاس و پنجه نرمه کړو»

هغه وويل چي راتلونکي پارلماني ټاکني بايد يوازي اويوازي د «افغانان په مټو او مرستو سره» پرانيستل سي. ملګرو ملتو ويلي دي چي د افغاسنتان په تيرو ټاکنو کي 140 مليون ډالر پيسي لګولي دي.

د نوو پارلماني استازو د خوښۍ پرخلاف کرزي وويل چي اختصاصي محکمه به خپل کار ته دوام ورکوي او خپله پريکړه به د عنوان سوو درغليو په هکله هرمرو صادروي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل