1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: ژر دي نوی حکومت جوړ سي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ شهریور ۱۸, سه‌شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي، ولسمشرۍ ته پر دواړو کانديدانو باندي غږ وکړ چې د ملي وحدت پر یوه حکومت باندي سره موافقې ته ورسیږي. هغه ویلي دي چې افغانستان نوی حکومت غواړي.

https://p.dw.com/p/1D9Fh
انځور: Reuters

کرزی له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې واکمن دی. هغه د سه شنبې په ورځ د «شهيد اوونۍ» په مناسبت غونډي ته د وینا پر مهال وویل چې د واکمنۍ دوره یې پای ته رسیدلې ده او افغانستان یو نوی ولسمشر غواړي.

هغه د غونډي له گډونوالو څخه وغوښتل چې پر دواړو کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله باندي غږ وکړ چې د ټاکنو روان پنځه میاشتنی بهیر پای ته ورسوي.

کرزي وویل چې کانديدان کولای شي له څو ورځو په جریان کې یوې موافقې ته ورسیږي او دا چې افغانستان هم کولای شي د یوې اوونۍ په جریان کې نوی حکومت ولري.

دا په داسي حال کې ده چې ولسمشرۍ ته کانديد عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ټاکنو د هغه له پاره خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی او پایلې به یې نه ومني. ځیني رپوټونه ښيي چې د ټاکنو پایلې به په روانه اوونۍ کې اعلان شي خو تر دې دمخه څو واري د وروستيو پایلو اعلانیدل ځنډیدلي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د لومړنیو اعلان شویو پایلو له مخي اشرف غني احمدزی تر خپل سیال عبدالله عبدالله مخکی دی.

روانه اوونۍ په افغانستان کې د شهید اوونۍ په نوم لمانځل کیږي. تر دې دمخه عبدالله عبدالله پر خپلو پلویانو غږ کړی وو چې د دې اوونۍ په جریان کې سیاسي مسائل پریږدي او د هغه په خبره دغه دوې موضوعگانې سره بېلي کړي.

د سه شنبې په ورځ د لویې جرگې په خیمه کې د شهید ورځي د لمانځلو په غونډه کې، چې صبغت الله مجددي، په خبرو پیل وکړ په تالار کې ناستو یو شمیر کسانو نعرې پیل کړې. صبغت الله مجددي په تیرو ټاکنو کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ کړی وو.

که څه هم عبدالله عبدالله هڅه وکړه چې په تالار کې ناست د هغه پلویان د مجددي خبري واوري خو تلاښ يې ناکامه او مجددي تر لږ خبرو وروسته له ستيژ څخه کښته شو. تر دې وروسته دغه مراسم هم په غیر منظم ډول پای ته ورسیدل.

د غونډي تر پیلیدو دمخه عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی یوځای د لوی جرگې خیمې ته ننوتل خو یو له بل سره یې خبري نه وکړې. په یوې مرحله کې خو دواړه سره ډیر نژدې هم ودریدل خو یو له بل سره سترگه په سترگه نه شول.

تر اوسه پوري پر دغو دواړو کاندانو باندي نړیوال او کورنيو فشارونو کومي پایلي نه لرلې او لا تر اوسه پوري هم د ملي یووالي حکومت کوم څرک نه لگیږي.

تر دې دمخه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، له دواړو کانديدانو سره د تلیفون له لاري خبري کړي وې او له هغوی څخه یې غوښتي ول چې ژر تر ژره د ملي یووالي حکومت پر سر سره موافقې ته ورسیږي.