1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: که د ملکي خلګو وژنه نه دروی لويه جرګه راغواړم

۱۳۸۷ بهمن ۱۰, پنجشنبه

په افغانستان کي د امريکې تر مشرۍ لاندي د نړيوالو پوځونو د خپل سرو عملياتو په ترځ کي د ملکي خلکو په تلفاتو او همدارنګه په غلطو راپورونو د بې ګناه خلکو د نيولو او بندي کولو پر سر د کابل او واشنګټن اړيکي کمزوري سوي دي

https://p.dw.com/p/GjJu
افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی
افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزیانځور: AP

د يوې مودې څخه راپه دېخوا افغان جمهوررييس په داسي حال کي چي د امريکا د لوړ پوړو پوځي چارواکو سره يې د ملکي تلفاتو د مخنيوي په اړه خبري کړي خو کوم ځای يې نه دی نيولی. ځکه نو اوس ويل کيږي چي ښاغلی حامد کرزی ان تر دې هده پوري رسيدلی چي خبر داری يې ورکړي چي که چيري د نړيوالو ځواکونو خپل سری عمليات همداسي دوام وکړی. لويه جرګه به راوغواړي او دغه موضوع به ورسره و څيړي. د اولسمشر ددې ګواښ څخه مقصد دادی چي د ملت څخه به پوښتنه وکړي چي بهرني ځواکونه ووزي که دلته پاته سي.

بله خوا په دې وروستيو کي د کابل مسکو ترمنځ د ليکونو مبادلې او د روسيې څخه د کابل ددفاعي او تخنيکي مرستو غوښتني د کابل اويديز انډيوالان چي وايي عملاً د ترهګرۍ پر ضد جنګيږي انديښمن کړي دي او تر دې پوري ويل کيږي چي د امريکا مشر بارک اوباما او کرزي تر منځ مناسبات ټيټي کچي ته رارسيدلي دي.

افغان ژورناليست ماليار صادق ازاد په نظر داچي په افغانستان کي جنګي او سياسي سيستم د بوش د پاليسۍ پيداوار دي ځکه نو او باما نه غواړي پر دغه لار ولاړ سي او همدغه وجه ده چي دا مهال د کابل واشنګټن تر منځ مناسبات ساړه او بې خونده دي.

ماليار وايي د امريکا مشران له دې امله انديښمن دي چي کرزي په دې وروستيو کي مسکو ته لاس اوږد کړی او په ډاګه يي پر لوديزو دوستانو ږغ کړی دی چي يادي پوځي سازو سامان توپونه او الوتکي ورکړي کنه نو د بل چا څخه بې واخلي.

د جمهوري رياست وياند حميدزاده
د جمهوري رياست وياند حميدزادهانځور: Rohullah Yasir

خو د جمهوري رياست وياند همايون حميدزاده بيا دانه مني چي ګواکي د روسيې په مقابل کي به لوديز انډيوالان له پامه و غورځوي. نوموړی وايي چي د روسيې څخه يې يوازي د روسي پوځي سيسټم د بيارغولو په مقصد د تخنيکي همکاریو غوښتنه کړې ده.

حمیدزاده د کابل او واشنګټن تر منځ د مناسباتو خړ پړتيا ردکړه او ويې ويل چي د امريکا د نوي واکمن بارک اوباما سره د حامد کرزي اړيکي ښې او د ډاډ وړ دي د هغه په وينا اوباما د مخه تر دې چي د جمهوري رياست چوکۍ ته ورسيږي افغانستان ته راغلی او دلته يې د افغاني مشرانو سره د نژدې خبري وکړي.

دا چي اوباما عملاً د افغانستان او پاکستان له پاره ځانګړی استازی ټاکلي دی او هماغسي چي يې په انتخاباتي کمپاين کي په افغانستان کي د سولي د ټينګښت خبري کولې اوس ګام پر ګام خپلي ژمني عملي کوي او کابل څني منندوی دی.