1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرنيل امام: که مي په خلاصون کي اقدام و نه کړی ټول رازونه به مو افشا کړم

۱۳۸۹ مرداد ۶, چهارشنبه

د آی اس آي يوه پخواني کارکونکي د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چي، که د هغه په آزادولو کي اقدام و نه کړي د افغانستان، امريکا، هند او روسيې په اړه به د هغه ټول رازونه افشا کړي.

https://p.dw.com/p/OWnp
پاکستانی پوځ د سلا مشورو پر مهال
پاکستانی پوځ د سلا مشورو پر مهالانځور: AP

خالد خواجه او کرنيل امام د آی اس آی پخواني کارکونکي دي چي د افغانستان د طالبانو د ملاتړ په برخه کي ډير مهم رول لري.

دهغه دواړه څلور مياشتي د مخه د طالبانوسره د خبرو دپاره شمالي وزيرستان ته واستول سول خو دواړه د طالبانو لخوا و نيول سول.

طالبانو ددې دواړو استخباراتي کارکونکو په بدل کي د پاکستان د زندانونو څخه د څو تنو طالب مشرانو د آزادولو غوښتنه وکړه ولي پاکستان و نه منل چي په ترڅ کې طالبانو په هغه اولو ورځو کي خالد خواجه وواژه.

اوس طالبانو د کرنيل امام په بدل کي د خپلو سلهاو ملگرو د آزادولو غوښتنه کړ ې.

کرنيل امام په دې وروستيو کي په يوه ويډیويي فلم کي د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړي چي، که دده په خلاصون کي کړندي گامونه پورته نه کړي نود پاکستان ټول پلانونه به افشا کړم.

ځني کارپوهان په دې نظر دي چي د پاکستان په استخبارتي کړيو کي يو شمېر اختلافونو ددې سبب سوي چي خالد خواجه او کرنيل امام د طالبانو لاس ته ورسي.

کرنيل امام په داسي حال کي د پاکستان د رازونو د افشا کولو خبري کوي چي تر اوسه لا په افغانستان کي د امريکا د جگړې په اړه د شاوخوا ۹۰ زرو اسنادو د افشاکولو خبري د ژبو پر سرو دي.

د سياسي څېړونکو په خبره که چيري کرنيل امام د پاکستان د رازونو په افشاکولو پيل وکړي نو لومړی به د پاکستان د استخباراتي ادارې د هغو رازونو څخه پرده پورته کړي چي د طالبانو په اړه دي، چي دا به پاکستان نور هم رسوا کړي.

حسين/ زيارمل

کتونکی. ضياالحق فضلي