1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا د امريکا اقتصاد ته سخته ضربه ورکړې ده

۱۳۹۹ مرداد ۱۰, جمعه

کرونا د امريکا متحده ايالاتو اقتصاد هم د يوه تاريخي رکود سره مخامخ کړي او د کال په دوهمه ربعه کي يې ملي ناخالص عايد يو پر دريمه راکم سوي دي. د اقتصادي ژر د بيرته سميدو هيله مندي يې هم نه سته.

https://p.dw.com/p/3gDJX
Symbolbild USA Statistik Arbeitslosigkeit
انځور: picture-alliance/dpa

لکه څنګه چي د امريکا د احصايې مرکزي ادارې خبر ورکړی دی د دغه هيواد اقتصاد د کال په دوهمه ربعه کي د ټول کال په تناسب ۳۲،۹ فيصده راکم سوی دی. دا په ۱۹۴۷م کال کي د اقتصادي احصائيو له ثبتولو راهيسي تر ټولو ډير رکود دی.

د اقتصاد تر لږ سميدو وروسته د هغه بيا خرابيدل

د کال په اوله ربع کي هم د امريکا اقتصاد د ټول کال په مقايسه ۵ فيصده راکم سوی وو. د مارچ مياشتي له نيمايي څخه د کرونا ويروس تر شيوع وروسته بيا امريکا له يوه سخت اقتصادي بحران سره مخامخ سوه. د می مياشتي له نيمايي او جون څخه بيرته اقتصاد يو څه مخ پر غوړيدو سو، خو د جون مياشتي له اخري څخه د کرونا د دوباره بيرته شيوع کيدو او دوهمي څپې راپديخوا اقتصاد بيرته خراب او د هغه وده يې متوقفه کړه.

د بيکارۍ سطح ۱۱،۱ فيصده ته لوړه سوه، په داسي حال کي چي د کرونا تر بحران دمخه هغه ۳،۵ فيصده وه. د امريکا د مرکزي بانک رئيس، جيروم پاول تيره چهارشنبه د ملي ناخالص عايد د سخت راکميدو څخه خبرداری ورکړی وو.

هغه ويلي وه چي کرونا پانډمۍ په سبب د دنيا د دغه لوي اقتصادي قدرت نوره وده نامعلومه ده. پاول همدارنګه وويل چي «د اقتصاد غوړيدل يا سقوط تر ډيره حده د کرونا په ويروس پوري مربوط دي.» په خبره يې بيله د کرونا تر کنټرول لاندي راوستلو او مهارولو څخه د اقتصاد کامله وده. «د امکان څخه ليري» ده.

خو بيا د جهموررئيس دونالد ترمپ حکومت د دې برعکس د کال په دريمه ربع کي د اقتصاد د ژر بيرته غوړيدو اميدواري لري. ځکه نو ترمپ پر کرونا سربيره د اقتصادي ژوندانه د ژر تر ژره بيرته عادي کيدو کوښښ کوي. خو تحليل ګران بيا د اقتصاد د ژر ودي هيله مندۍ ته د شک په سترګه ګوري.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب