1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا ويروس؛ روسيه کې پر مچي کولو بنديز

۱۳۹۸ بهمن ۱۲, شنبه

په روسيه کې د څار يوه حکومتي سازمان له خلکو غوښتي چې د يو بل له مچي کولو او غیږ کې نيولو څخه ډډه وکړي. دغه سپارښتنه د کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته کيدو څخه د مخنيوي په موخه شوې، خو روسان ورته خپه دي.

https://p.dw.com/p/3X83J
Symbolbild: Jemanden riechen können / Fehlender Geruchssinn bei Frau und Mann
انځور: Colourbox/S. Potter

دغه روسی سازمان چې کار یې د مصرفي شيانو کنترول دی، یوه څارونکي يې د روسي اتباعو څخه غوښتي دي چې هغوی د یو بل د ليدلو يا يو بل ته د نژدې کيدو پر وخت یو بل ته له لاس ورکولو، مچي کولو او يا په خوشالۍ او مينې سره په غيږ کې نيولو څخه ډډه وکړي. سربيره پر دې سپارښتنه شوې چې له ماسک څخه استفاده وشي.

له هغو کسانو چې اوږده وريښتان لري، غوښتنه شوې چې خپل وريښتان خلاص پرې نږدي او وې تړي. خلکو ته سپارښتنه شوي چې دروازې له دستګيرونو څخه ونه نیسي او له هغو کسانو لرې واوسي چې د زکام ناروغۍ نخښې په کې ليدل کيږي.

Pärchen in Decke eingewickelt
په غیږ کې نیول هم بندانځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Tetra Images

د ماسک څخه پر استفادې ټينګار شوی او زیاته شوې چې دغه ټکي په تيره د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې رعايت سي.

دغه حکومتي سازمان هغو روسي شرکتونو ته چي چينايان په کې کار کوي او هغوی د نوي چینايي کال د لمانځلو په موخه چين ته تللي دي ويلي دي چې چين ته د تللو کارګرانو د رخصتيانو موده تر نامعلوم وخت پورې وغځوي.

که څه هم په روسيه کې تر اوسه د کرونا وايروس نخښې نه دي ليدل شوي، خو دغه سپارښتنې د چين سره د ګاونډيتوب په دليل، احتياطاً شوې دي.

روسيې، له چين څخه د کرونا وايروس د انتقال د مخنيوي په موخه د چين سره په ګډه پوله، په پښو او په شخصي موټرو کې تگ راتگ بند کړي دي. خو په ريلونو کې د تجاري مالونو انتقال او د مسکو او بيجنګ تر منځ د مسافر وړونکي ريلونو تگ راتگ ادامه لري.

د موضوع په تړاو دغه انځوريز البوم هم وګورئ!