1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: څنگه کولای سو يوې ساري ناروغۍ ته تياری ونيسو؟

۱۳۹۸ اسفند ۷, چهارشنبه

د يوې ساري ناروغۍ د رامنځته کيدو پر وخت وارخطايي کومه گټه نه رسوي، مهمه داده چي په دغه وخت کي کوم تدابير ونيول سي.

https://p.dw.com/p/3YRoz
Italien - Casalpusterlengo - Coronavirus
انځور: picture-alliance/dpa/AP/LaPresse/C. Furlan

د کرونا ويروس نوی ډول په يوه نړيوال چيلينج باندي اوښتی دی چي هر څوک مکلف دي د هغه په وړاندي يو څه ترسره کړي. د ټولني هر وگړی، همدارنگه شرکتونه، کمپنۍ او سازمانونه کولای سي داسي تدابير ونيسي چي له نوموړي ويروس څخه ځانونه وساتي او له بلي خوا ورته آماده وي.

د دې له پاره چي د امکان ترحده لږ کسان په دغي ناروغۍ اخته سي، بايد په درو برخو کي هغې ته آمادگي ونيول سي.

۱ــ هغه مشخص تدابير چي ددغې ناروغۍ د انتقال مخه نيولای سي!

ــ له ناروغ کس څخه يو يا دوه متره فاصله ونيسي.

ــ لږ تر لږه د شلو ثانيو له پاره په منظم او اساسي  ډول خپل لاسونه تر څنگلو پوري په صابون پريمينځي.

ــ نورو کسانو ته له لاس ورکولو او غيږي روغبړ څخه ډډه وکړي.

ــ د لفت يا نورو تکمو د کښيکښلو پر وخت د گوتو د څوکو پر ځاي د بدن له نورو ځايونو څخه گټه واخلي.

ــ له گڼه گڼو څخه ډک ځايونو او پروگرامونو ته له ورتگ څخه ډډه وکړي، يوازي په هغه صورت کي چي هيڅ چاره و نه لري.

ــ خپل پرمخ  او يا د خپلوانو او دوستانو پرمخ له لاس تيرولو څخه ډډه وکړي.

ــ حساس ځايونه لکه خوله، سترگي او پزه په گوتو باندي مه موږي.

ــ د ضرورت پر وخت له دستکشو څخه استفاده وکړي او هره ورځ يي پريمينځي او يا يي هم تبديلي کړي.

ــ پر لاسو باندي تريچي مه کوي، بلکي مړوند ورته ونيسي.

ــ کارول سوي کاغذي دستمالونه سمدستي په کثافت دانۍ کي واچوي.

ــ د ماسکونو استعمال مو ډير لږ له دغه ويروس څخه ساتي، دا ځکه چي د تنفس پر وخت ژر لنديږي او شل دقيقي وروسته کومه گټه نه رسوي، نو بهتره ده چي يوازي طبي پرسونل ورڅخه گټه واخلي.

Italien Coronavirus Rom
انځور: Getty Images/AFP/A. Pizzoli

۲ــ څنگه کولای سو، ساري ناروغۍ ته آمادگي ونيسو؟

د ساري ناروغۍ د خپريدو پر وخت بايد سړی د امکان ترحده، د ډير وخت له پاره آمادگي ولري، دا ځکه چي ښايي د څو اونيو له پاره سړی ونه سي کولای له کوره ووزي.

ــ د يوې مياشتي له پاره بايد د ډاکټر په مشوره، مهم دارودرمل په کور کي ولري.

ــ د امکان تر حده په کافي اندازه داسي غذايي مواد ذخيره کړي چي نه خرابيږي.

ــ مخکي له مخکي لا فکر وکړی چي د خپلوانو او دوستانو څنگه ساتنه وکړی، په تيره بيا چي زاړه او يا هم ناروغه وي، دا ځکه چي د بدن ايمني سيستم يي کمزوری وی.

ــ د ناروغو کوچنيانو د پالني د امکاناتو غم مخکي له مخکي وخوري.

ــ داسي تدابير تر لاس لاندي ونيسي چي د خپلو ناروغو خپلوانو پالنه وکړي پرته له دې چي په خپله په دغه ناروغي اخته سي.

Deutschland Stress Arbeit Studie
انځور: picture-alliance/dpa/D. Naupold

۳ــ ستاسو کارفرما څه کولای سي؟

ــ هغوی بايد تاسو ته په کور کي هم د دفتري کارونو د کولو له پاره زمينه برابره کړي. تاسي کولای سي د امکان په صورت کي له خپل کور څخه کار وکړی.

ــ ناروغ کارکوونکي چي په تنفسي ناروغۍ او يا هم سخت ټوخي اخته وي، بايد ژر ترژره له نورو کارکوونکو بيل کړای سي او کور ته واستول سي.

ــ شرکتونه بايد په خپلو دفترونو کي د تازه هوا د جريان پيدا کولو غم وخوري.

ــ د لاسونو د ضدعفوني کولو مواد بايد آماده وي د مثال په ډول، صابون، کاغذي دستمالونه، د کيبورد د پاکولو کاغذونه او سپرې.

ــ په دفتر کي کاري چاپيريال بايد پاک وساتل سي.

ــ هغه کارکوونکي چي په خپله جوړ دي خو د کورنۍ کوم غړي يي په ساري ناروغي اخته وي، بايد خپل کارفرما ته په دې هکله خبر ورکړي.

ــ شرکتونه بايد خپلو کارکوونکو ته مشوره ورکړي چي تر سفر مخکي د تنفسي ناروغيو معاينات وکړي او د ناروغۍ په صورت کي په کور کي پاته سي.

ــ هغه څوک چي د سفر پر وخت ناروغه سوي وي، بايد سمدستي خپل کافرما ته خبر ورکړي.