1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کروکر: طالبان لا تراوسه القاعدي سره اړیکي لري

۱۳۹۰ شهریور ۱۵, سه‌شنبه

افغانستان ته د امریکا سفیر، راین کروکر، ویلي چې که امریکا غواړي د سپتمر د ۱۱ د پیښو په شان پیښو مخه ونیسي نو دغه هیواد باید د طالبانو سره جګړي ته ادامه ورکړي ځکه چې طالبانو له القاعدي سره لا خپلې اړیکي نه دي پریکړي

https://p.dw.com/p/12TpS
افغانستان ته د متحده ایالاتو سفیر
افغانستان ته د متحده ایالاتو سفیرانځور: picture alliance/dpa

راین کروکر د امریکا د متحده ایالاتو یو پیاړې ديپلومات دی چې د افغانستان تر مخه یې په عراق کې هم د سفیر په توګه دنده تر سره کړي ده.

هغه همدا راز خبرداری ورکړی چې د افغانستان څخه د امریکایي پوځونو تر راوتو دمخه، په راتلونکو څو کلونو کې امریکا باید د افغان دولت او پوځ د پیاوړتیا لپاره نور په میلیادونو ډالر مصرف کړي.

د سپتمبر د یوولسمي د لسیزي تر پوره کیدو دمخه په کابل کې هغه د رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي:

«زما په نظر مونږ باید ځان څخه ستراتیژیک زغم وښیو ترڅو دغه اوږده جګړه وګټل شي.»

کروکر زیاته کړي چې که څه هم د افغانستان جګړې د متحده ایالاتو لپاره لوړ ځاني او مالي لګښتونه درلودل، خو دغه لګښتونه د سیپتمبر د پیښی په پرتله ډیر کم دي.

په 2001 کال کې د طالبانو رژیم د نړیوالې ټولنې لخوا وپرځول شو. په افغانستان کې د شاوخوا یوي لسیزي جګړي وروسته، اوس طالبان تر بل هر وخته پیاوړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۰۱ کال په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم خپلې لوړې کچې ته رسیدلې ده.

کروکر ویلي چې طالبان سخت خلک دي او متحده ایالات باید د هغوي سره جګړي ته ادامه ورکړي ځکه که چیري امریکا د وخت تر مخه ووایې چې جګړه پای ته رسیدلي نو طالبان په یو ځل بیا قدرت ته ورسیږي.

هغه زیاته کړي چې نظر پوښتنو ښودلې چې افغانان نه غواړي چې طالبان بیرته قدرت ته ورسیږي. کرور دا هم ویلي چي زیاتره افغانان د دي څخه ملاتړ کوي چې امنیت یې خپله افغان ځواکونه وساتي.

ویل کيږي چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان سره د داسي یو ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو په لټه کي دي چې د ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې د اوږدي مودي لپاره پوځي پایګاوې ولري. کروکر ویلي چې د امریکا لپاره دا مسله ديره مهمه ده چې طالبان بیرته قدرت ته ونه رسیږي.

«د طالبانو سره به القاعده هم بیرته په قدرت شي او مونږ به بیا هم هماغه حالت ولرو کوم چې د سپتمبر د نهمي د پیښو څخه د مخه ؤ.  زما لپاره دغه شان یو حالت بیخي د منلو وړ نه دی.»

د بل پلوه د تندلارو ډلو سره د لومړینو اړيکو ټینګولو سره سره کروکر ویلي چې په لنډه موده کې د طالبانو سره یوي سیاسي روغي جوړي ته د رسیدو کوم انتظار نه لري ځکه چې د پوځی فشار پرته به اورپکي د ښځو د حقونو پر شمول افغانستان کې بدلونونو و نه مني.

«طالبان باید تر هغي کمزوري کړای شي ترڅو پر هغو شرایطو چې مونږه او افغانانو پري په شریکه کار کړی، خبري وکړي.»

اژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: مسعود جهش