1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې به کورنۍ جگړه پیل نه شي»

۱۳۹۱ تیر ۲۲, پنجشنبه

په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر راین کروکر، ویلي دي چې هغه فکر نه کوي چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به په دې هیواد کې یو ځل بیا کورنۍ جکړه پیل شي.

https://p.dw.com/p/15VyW
انځور: AP


هغه زیاته کړې ده چې هغه همداراز فکر کوي چې له ا فغانستان څخه د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته به په دې هیواد کې د امنیتي ستونزو د نه رامنځ ته کیدو تر څنگ به ډیرې اقتصادي ستونزې هم رامنځ ته نه شي.

راین کروکر د روغیتایي دلایلو له کبله د روانې میاشتې په پای کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزارت څخه مخکې له وخته تقاعد کوي.

کروکر د پنجشنبې په ورځ د «اسوشیتد پرس» له خبري آژانس سره په یوه مرکه کې وویل چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو له کمیدو سره به د افغانستان اقتصاد هم له ستونزو سره مخامخ شي، خو هغه زیاته کړې ده چې پر دې سربیره به هم د افغانستان کورني تولیدات هر کال پنځه سلنه لوړ شي.

کروکر زیاته کړه چې په افغانستان کې اوس «قومي مشران» غواړي خپل ځانونه د دولت چوکاټ ته راولي او له همدې کبله هغه په دې باور دئ چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره به په دې هیواد کې یو ځل بیا کورنۍ جگړه پیل نه شي.

په پلان کې ده چې د ناټو ټول ځواکونه له افغانستان څخه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ووځي. یو شمیر کارپوهان په دې اند دي چې له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي په دې هیواد کې یو ځل بیا کورنۍ جکړه پیل شي. هغوی ډیر وخت په ۱۹۹۰ کلونو کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو وتلو ته اشاره کوي او وایي چې کیدای شي په افغانستان کې هغه ننداره یو ځل بیا تکرار شي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیواله ټولنه او افغان حکومت خپلې ټولې هلې ځلې کوی چې د دغه حالت د رامنځ ته کیدو مخنیوی وکړي. نړیوالې ټولنې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته د راتلونکو لسو کلونو له پاره له دې هیواد څخه په دریو بیلا بیلو کنفرانسو کې خپل ملاتړ اعلان کړ.

په تیرو اتو میاشتو د بن نړیوال کنفرانس د افغانستان له سیاسي بهیر څڅه د ملاتړ له پاره، د شیکاگو کنفرانس د افغانستان له امیتي بهیر څخه د ملاتړ له پاره او په پای کې د توکیو کنفرانس د افغانستان له اقتصادي بهیر څخه د ملاتړ له پاره جوړ شو. په دغو کنفرانسونو کې نړیوالې ټولنې له افغانستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او دې هیواد ته ئې تر وتلو وروسته هم د مرستو ژمنې ورکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم