1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کريکټ: افغانستان خپله دويمه لوبه هم وبايلله

۱۳۹۰ خرداد ۶, جمعه

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله پاکستان کي ده ترڅو په دغي هيواد کي دري يو ورځيني لوبي تر سره کري. د دغو دريو لوبو څخه افغانستان تر اوسه پوري يي دوه لوبي ترسره کړي چي په دواړي کي يي ماته خوړلي

https://p.dw.com/p/11PWO
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: dapd

افغانستان د يو ورځنيو لوبو په ترڅ کي خپله دويمه لوبه هم وبا يلله. پاکستان لمړي پچه وګټله او خپله يي منډي جوړولو ته ملا وتړله. پاکستان په 50 اورونو کي د 7 لوبغاړو په سوځيدو 327 منډي جوړي کړي.

د پاکستان له خوا شرجيل 64، بابر اعظم 63 او عمر نعيم هم 64 منډي جوړي کړي او د سرفراز د 46 منډو په جوړولو سره وکړاي شو چي افغانستان ته د منډو ډير لوي هدف وټاکي.

د افغانستان لوبډله د تيري لوبي په څير ډيره ښه ونه ځليده او په 46.5 اورونو کي ټوله لوبډله د 177 منډو په جوړولو سره وسوځيده.

د افغانستان له خوا يواځي سميع الله شينواري ؤ چي 61 منډي يي جوړي کړاي شوي. پاکستان افغانستان ته په 150 منډو ماتي ورکړه. دا رنګه پاکستان د دريو لوبو څخه اوس دوه لوبي ګټلي دي.

په 2009 کال کي د سري لنکا د کرکيټ پر ټيم تر بريد وروسته د افغانستان د کريکټ لوبډله لمړني بهرني لوبډله ده چي په دغه هيواد کي لوبي تر سره کوي.

اژانسونه / سيد رياض
کتونکي: مسعود جهش