1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کريکټ: ګلبدين نايب د خپلې ناندريزې پرېکړې دفاع وکړه

۱۳۹۸ تیر ۹, یکشنبه

د افغانستان د کريکټ لوبډلې کپتان ګلبدين نايب د خپلې هغي جنجالي پرېکړې دفاع وکړه چې له پاکستان سره د لوبې په پای کې يې بيا توپ اچونه وکړه. په دغه کار سره يې په يوه اور کې ۱۸ منډې له لاسه ولاړې.

https://p.dw.com/p/3LLt2
ICC Cricket WM 2019 England - Afghanistan
انځور: Reuters/Action Images/J. Cairnduff

د هيدينګلي په لوبغالي کې پاکستان اصلا تر فشار لاندې وو، خو په ۴۶م اور کې هغه مهال سيالي د پاکستان په گټه شوه چې نايب بالينگ وکړ. افغان سپينرانو، محمد نبي، مجيب الرحمان او راشد خان پر پاکستان فشار راوړی وو، چې پاکستان نيمه پايلوبې ته د رسېدو له پاره په شدت سره يوې بريا ته اړتيا درلوده.

پاکستان له څلورو ويکټو سره په دېرشو توپونو کې ۴۶ منډو ته اړتيا لرله څو لوبه وګټي. خو د لوبې پېچلتيا هغه مهال راکمه او بدله شوه چې د گلبدين نايب په توپ اچونه کې د لوبې اصلي مخکښ لوبغاړي عماد وسيم درې څلوريزې وکړې او نورې منډې يې هم وکړې.

اوس نو يو دم پاکستان په ۲۴ توپونو سره يوازې ۲۸ منډو ته اړتيا لرله او اعصاب يې هم کنترول کړل. حميد حسن ته اوښتی ټپ بيا کېدای شي د سيالۍ په دغه جريان کې د اوښتون نقطه اوسېدلې وي. حسن تر هغه دمه يوازې دوه اوره وکړل. نايب د کريکټ د نړيوالو اتلوليو څخه يوازې دوې مياشتې مخکې په ناندرييزه توګه د خورا بريالي لوبغاړي اصغر افغان پر ځای کپتان مقرر شوی وو.

نايب د پاکستان لوبه وستايله: «زه فکر کوم چې فشار پر پاکستان باندې وو. خو امتياز د هغوی په برخه وو، دا چې هغوی څنګه لوبه وکړه او څنګه يې دغه سيالي بيا پای ته ورسوله.»

افغانستان د نړيوال جام ټولې لوبې بايللې دي چې د جولای پر څلورمه نېټه به د هيدينګلي په لوبغالي کې له ويسټ انډيز سره خپله وروستۍ لوبه کوي.

(N.S/N.Z(AFP