1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کرېکټ ـ افغانستان له ايرلنده دريمه لوبه هم وګټله

۱۳۹۵ اسفند ۲۲, یکشنبه

افغانستان ايرلند سره خپله د کرکيټ دريمه او وروستۍ شل اوريزه سيالۍ هم د ۲۸ منډو په توپیر وګټله. نن پچه ايرلند وګټله خو د افغانستان ته يې لمړنی د توپوهنې بلنه ورکړه. بشپړ مطلب دلته ولولئ:

https://p.dw.com/p/2Z4Br
Cricket Afghanistan - British West Indies
انځور: Getty Images/AFP/P. Paranjpe

 ايرلند لخوا افغانستان ته د توپ وهنې بلنه د افغان ټيم په ګټه تمامه شوه، افغانستان وشو کړاي په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۳۳ منډې جوړې کړي.

د افغانستان له لوري لمړنۍ لوبغاړی نجيب تره کی وو چې يوازې د درو منډو په ترسره کولو وسوځويد. خو وروسته له هغې شهزاد محمدي او عثمان غني خپلو کې ښه ملګرتيا وکړه او منډې يې تر ۹۷ پورې ورسولې.

دويم کس عثمان غني وو چې ويکټه يې له لاسه ورکړه چې له هغه وروسته شهزاد محمدي د ۷۲ منډو په ترسره کولو د اضغر ستانکزي او نجيب الله ځدراڼ سره په کم وخت کې وسوځيدل.

خو د سميع الله شينواري او محمد نبي عيسي خيل په راتلو سره د افغان لوبډلي نمرو بيا په کم وخت کې پورته لاړې. محمد نبي لوبه ډیره تيزه کړه او په ۲۱ دقيقو کې يې وشو کړای خپله پنځوسيزه پوره کړي.

په ننۍ لوبه کې افغان لوبغاړو ډيرې شپږيزې او څلوريزې ووهلي، چې دې سره ېې ایرلند لوبډلې ته اوچت هدف (۲۳۴) وټاکه.

آیرلند لوبډلې هم څرنګه يې چې اړتيا وه د بيټنګ په برخه کې خپله لوبه ډیره ښه او چټکه پیل کړه. دغې لوبډلې په پاور پلې کې ۹۱ منډې جوړې کړې او داسې يې ښودله چې هدف ته به ځان رسوي.

د تل په شان د افغان ښو توپ اچونکو امير حمزه او راشد خان د هغو د چټکتيا مخنيوی وشو کړای. شاپور ځدران هم په ننۍ لوبه کې ښه توپ اچونه وکړه او دغه راز نبي عيسی خيل د ډکر ساتنې په برخه کې ښه وړتيا ښکاره کړه.

څرنګه چې په پیل کې ايرلند لوبه تيزه پیل کړه هغسې په وروستيو اورونو کې ورباندې فشار زیات شو. بلاخره د وروستي شلم اور په دويم توپ د ايرلند ټوله لوبډله وسوځيده او لوبه د ۲۸ منډو په توپیر افغانستان وګټله.

دا ايرلند سره د افغانستان دريمه پرله پسې شل اوريزه لوبه وه چې درې واړه افغانستان ګټي. په ننۍ لوبه کې د افغانستان له لوري تر ټولو زياتې منډي محمد نبي عيسی خیل او شهزاد محمدي جوړې کړې.

د ويلو ده چې افغانستان له تر دې دمخه د ۱۱ پرله پسې شل اوريزو لوبو په ګټلو سره نوی ريکارډ جوړ کړی وو.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.02.2015):