1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرکیټ: افغانستان له سعودي عربستانه لوبه وگټله

۱۳۹۴ شهریور ۱۰, سه‌شنبه

د افغانستان د کرکیټ د ۱۹ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې د اسیا پریمیر لیگ یا غوره لیگ سیالیو کې سعودي عربستان هم په اتو ویکټو مات کړ. دا د افغان لوبډلې څلورمه پر له پسې بریا ده.

https://p.dw.com/p/1GOv1
انځور له اشريف څخه
انځور له اشريف څخهانځور: Getty Images/William West

د افغانستان د کرکيټ د ۱۹ کلنو لوبغاړو ملي لوبډله د تیر په شان یووار بیا ښه وځلیده او خپله پر له پسې څلورمه لوبه یې وگټله. تر دې د مخه د افغانستان لوبډلې کويټ، نیپال او متحدو عربي اماراتو لوبډلي هم په لوی توپیر وگټلې. د افغانستان په ننۍ بریا کې حضرت الله او مسلم موسی ستره ونډه لرله.

په ننۍ لوبه کې د سعودي عربستان د ۱۹ کلنو لوبډلي تر پچې گټلو وروسته د منډو جوړولو پریکړه وکړه، خو د سعودي عربستان توپ وهونکي د افغان بالرانو پر وړاندي و نه دریدل. که څه هم د سعودي عربستان لومړي څلور لوبغاړي په دې وتوانیدل چې منډي تر ۱۲۸ پوري ورسوي، خو تر هغه وروسته د عربستان لوبغاړي یو په بل پسې ژر، ژر سوځیدل او په ۳۹ اوور کې ټوله لوبډله د ۱۵۷ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده.

د افغانستان له لوري په توپ اچوونکو کې نن مسلم موسی ډیر ښه وځلید او د مقابلې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول. ضیا الرحمن هم د مقابلې لوبډلې درې او راشد خان بیا دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان له لوري له حضرت الله سره نن نوید عبید بېټنگ پیل کړ او دواړو ډیره گړندۍ او په زړه پورې لوبه وکړه. عبید نوید هغه وخت کیچ اوټ شو چې د افغانستان مجموعي منډې ۱۱۴ ته رسیدلې وې. تر هغه وروسته ناصر خان راغی خو د پنځو منډو تر جوړولو وروسته هغه هم وسوځید. دغه وخت د افغانستان منډې ۱۴۰ ته رسیدلې وې.

د افغانستان په ننۍ بریا کې تر ډیره د حضرت الله تلاښ وو چې تر اخره ناسوځیدلی پاته شو او په۶۰ توپونو یې د څلورو شپږیزو او ۱۴ څلوریزو پر مټ ۹۸ منډې وکړې. افغانستان په ۱۷ اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره په داسې حال کې ټاکلی هدف پوره کړ چې لا هم ۱۹۹ توپونه پاتي ول او سعودي عربستان یې په اتو ویکټو مات کړ. حضرت الله د ننۍ ورځې غوره لوبغاړی هم وبلل شو.

افغانستان تر اوسه څلور لوبې کړي او څلور سره یې گټلي دي. په دې ترتیب افغانستان د ۸ پواینټونو په لرلوسره په لومړي سر کې قرار لري. مالیزیا بیا څلور لوبې کړي، درې یې گټلي او یوه یې بایللې ده.

په دې ترتیب د ۶ پواینټونو په لرلو سره دوهم ځای لري. په پام کې ده چې د سپتمبر میاشتې پر دریمه نېټه به د افغانستان او د مالیزیا د ۱۹ کلنو لوبډلو تر منځ لوبه وشي. دغه لوبه د مالیزیا په پلازمېنه کوالالمپور کې وي.