1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کرکیټ: د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې بنګله دیش ته ماتې ورکړه

۱۳۹۶ دی ۱۸, دوشنبه

د ۲۰۱۸م کال د کریکټ ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو په یوه تمریناتي لوبه کې د افغانستان لوبډلې د بنګله دیش لوبډلې ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه. دغه سیالۍ په نیوزیلنډ هیواد کې تر سره کیږي.

https://p.dw.com/p/2qUI2
ICC Cricket U19  Afghanistan vs Bangladsch
انځور: ICC

د افغانستان د کرکیټ ۱۹ کلنو لوبډلې د سږني نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه د بنګله دیش هیواد لوبډلې سره د جنورۍ پر اتمه یوه تمریناتي لوبه وکړه. ټاس یا پچه د بنګله دیش هیواد لوبډلې وګټله او د افغانستان لوبډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. که څه هم د افغانستان د سر دوه لوبغاړي ژر ژر وسوځیدل خو لوبډله په دې وتوانیده چې تر ۴۹ اوره پوري ولوبیږي او خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۰۷ منډو هدف وټاکي.

د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتې منډې عظمت الله عمرزي وکړي. هغه په ۶۶ توپونو د ۵ شپږیزو او پنځو څلوریزو پر مټ ۸۱ منډې وکړي. د بهیر شاه ۴۴ او د ابراهیم ځدراڼ ۳۲ منډې هم د پام وړ وې. د بنګله دیش له لوري په توپ اچونه کې حسن محمود د افغانستان څلور او ربیع الحق درې لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د ۲۰۷ منډو هدف د پوره کولو له پاره د بنګله دیش لوبډلې پیل بد نه وو. د ۹۲ په مجموعي منډو د بنګله دیش یوازې دوه لوبغاړي سوځیدلي ول. خو تر هغې وروسته بنګله دیشي توپ وهونکو ژر ژر خپلې ویکټې له لاسه ورکړي او د ۱۳۵ په مجموعي منډو یې خپلې اته ویکټې له لاسه ورکړې وې. په پای کې په ۴۲ اور کې د بنګله دیش ټوله لوبډله په ۱۵۰ منډو وسوځیده او افغانستان خپلې سیالې لوبډلې ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه.

په توپ اچونه کې کپتان نوین الحق او قیس احمد ښه وځلیدل او د مخالفې لوبډلې درې، درې لوبغاړي يې وسوځول.

په پام کې ده چې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله دوهمه تمریناتي لوبه به د جنورۍ میاشتې پر لسمه نیټه د نامبیا پر وړاندي وي. په یوه بله تمریناتي لوبه کې د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د نامبیا لوبډلې ته په ۱۹۰ منډو ماتې ورکړه.

د ۱۹ کلنو د کرکیټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د جنورۍ میاشتې پر ۱۳مه نیټه له پاکستان سره وکړي. دوهمه لوبه د جنورۍ پر ۱۷ له سریلانکا او دریمه لوبه د جنورۍ پر ۲۰ له آیرلنډ سره پلان شوې ده. څه موده وړاندې د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکیټ لوبډلې د آسیا اتلولي وګټله.

س.ر/ ن.ز

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب