1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کرکیټ: پاکستان په شل اوریزه لوبه کې له نیوزیلنډه ماته وخوړه

۱۳۹۶ بهمن ۲, دوشنبه

نیوزیلنډ د کرکیټ په شل اوریزه لومړۍ لوبه کې پاکستان ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه او د درو لوبو په لړۍ کې یو صفر مخکي شول. تر دې دمخه نیوزیلنډ له پاکستانه د یو ورځنیو لوبو لړۍ ۰ـ۵ ګټلې وه.

https://p.dw.com/p/2rIS4
Hassan Ali Cricket
انځور: Getty Images/F.Nel

د دوشنبې د ورځې شل اوریزه لوبه د نیوزیلنډ په ویلنګټن کې تر سره شوه چې د ټاس تر ګټلو وروسته د نیوزیلنډ کرکیټ ملي لوبډلې د پاکستان ملي لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. کله چې پاکستاني توپ وهونکو منډي پیل کړې نو د تیرو یو ورځنیو لوبو په څیر د پاکستان لومړني توپ وهونکي یو په بل پسې ژر ژر وسوځیدل. د پاکستان ټوله لوبډله په ۱۰۵ منډو وسوځیده.

اوپنر فخر زمان په درو او عمر امین بې له کومې منډې جوړلو وسوځیدل. محمد نواز اووه او حارث سهیل بیا نهه منډې وکړي. که څه هم بابر اعظم بامسوولیته توپ وهنه کوله خو له بل اړخه د ویکټو د له لاسه ورکولو لړۍ همداسې روانه وه. کپتان سرفراز احمد په توپ وهنه کې یو ځل بیا و نه ځلید او د نهو منډو تر جوړولو وروسته سټمپ اوټ شو. شاداب خان چې په تیرو یو ورځنیو لوبو کې ښه ځلیدلي وو بې له کومې منډې جوړولو وسوځید.

په پای کې حسن علي د پاکستان له لوري ۲۳ منډې وکړي او پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۰۵ منډې جوړي کړې. د کوربه لوبډلې له لوري تم ساوتي او سیت رانس د مخالفې لوبډلې درې، درې لوبغاړي وسوځول.

کله چې نیوزیلنډ د یوه آسانه هدف تعقیب پیل کړ، نو اوپنر مارتن ګوپتل چې په تیرو لوبو کې ښه ځلیدلی وو ژر اوټ شو. خو کولن منرو ۴۹ منډې د نیوزیلنډ لوبډله د بریا ډګر ته ورسوله او له دې کبله د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی هم شو. د نیوزیلنډ لوبډلې د درو لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکلی هدف په شپاړلسم اور کې پوره کړ. بله لوبه د جنورۍ مياشتي پر ۲۵نېټه کیږي. تر دې دمخه نیوزیلنډ له پاکستانه د یو ورځنیو لوبو لړۍ پنځه صفر ګټلې وه.