1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریکټ: افغانستان پایلوبې ته لار وموندله

۱۳۹۰ آذر ۱۸, جمعه

د سارک د هیوادونو د کریکټ په سیالو کې نن « جمعه د ۲۰۱۱م کال د دسمبر د میاشتې نهمه» نیپال ته په ماتې ورکولو سره افغان لوبډلې پایلوبې ته لار موندلې.

https://p.dw.com/p/13PSq
افغان لوبډله به د یکشنبې په ورځ د هانګ سره پایلوبه تر سره کوي
افغان لوبډله به د یکشنبې په ورځ د هانګ سره پایلوبه تر سره کويانځور: AP

د ۲۰ اوریزو سیالیو په ننې لوبه کې لمړی د نیپال لوبډلې منډو جوړولو ته ملا وتړله او د هغوي ټوله لوبډله په ۶۸ منډو وسوځیده. په ننې لوبه کې د نیپال د لوبډلې لوبغاړي افغان بالرانو پر وړاندې داسې ښکاره شول لکه د اوبو په وړاندې د شګو دیوال.

په ځواب کې افغان منډې جوړونکو منډو ته ملا وتړله او پرته له دې چې کوم لوبغاړې یې وسوځي دغه منډې په ډیرې آسانې سره پوره کړي. او د دې سربیره لا نور ۴۰ توپونه هم پاتي وو.

په دې شان سره افغان لوبډله پایلوبې ته لار ومونده چې د دسمبر د میاشتې په ۱۱ نیټه به د هانګ کانګ د لوبډلې سره مخامخ کیږي.

د یادولو وړ ده چې تر دې دمخه افغان کریکټ لوبډلې د عمان، مالدیپ، مالیزیا او د بوټان لوبډلې د ماتې سره مخامخ کړې وې.

دا پداسې حال کې ده چې د سارک هیوادونو د لوبو په قطار کې د افغانستان د فوټبال لوبډله هم نیمه پایلوبو ته رسیدلي ده. دغه لوبه هم د افغانستان او نیپال تر منځ نن تر سره کیږي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش