1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

له بنګله دیش سره نیمه پایلوبه

۱۳۹۸ شهریور ۲۰, چهارشنبه

تر ۱۹ کلنو کښته ځوانانو لوبډلو د آسیا جام په سیالیو کې افغان لوبډله نیمه پایلوبه ته رسیدلې ده چې له بنګله دیش سره به د پنجشنبې په ورځ په نیمه پایلوبه کې خپل بخت وازمایي. بله نیمه پایلوبه د هند او سریلانکا تر منځ ده.

https://p.dw.com/p/3PPuR
Symbolbild Cricket Ball Schläger und Handschuh
انځور: Fotolia/S.White

تر ۱۹ کلنو کښته ځوانانو د کریکټ آسیا جام سیالۍ په سریلانکا کې ترسره کیږي. د افغانستان د ځوانانو لوبډله تر اوسه ښه ځلیدلې ده او نیمه پایلوبو ته یې لار موندلې ده. افغانستان په A ګروپ کې وو چې د هند، پاکستان او کویت لوبډلې پکښې شاملې وې.

افغانستان له پاکستان او کویت څخه خپلې لوبې ګټلې وي او پر هند یې لوبه بایلې وه. هند بیا خپلې درې سره لوبې ګټلې وي او په ترتیب سره یې د نمرو په جدول کې لومړی ځای او افغانستان بیا دوهم ځای خپل کړی وو.

په B ګروپ کې بیا پر کوربه لوبډلې سریلانکا سربیره د بنګله دیش، نیپال او متحده عربي آماراتو لوبډلې شاملې وي. له دغه ګروپه سریلانکا او بنګله دیش نیمه پای لوبو ته وتي دي.

دغه پنځوس اوریزه لوبې چې په سریلانکا کې تر سره کیږي د پنجشنبې په ورځ يې (د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر ۱۲مه) لومړۍ او دوهمه نیمه پای لوبې کیږي. هند به له سریلانکا سره او افغانستان به له بنګله دیش سره لوبې وکړي. هند اوس له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کښته ځوانانو لوبډله په لومړیو دوو سیالیو کې په ځانګړې توګه د توپ اچونې په برخه کې ښه وځلیده. تر دې دمخه افغانستان په ۲۰۱۷م کال کې د آسیا جام اتلولي ګټلې وه. دغه سیالۍ چې په مالیزیا کې وي افغانستان د پاکستان لوبډلې ته په ۱۸۵منډو ماتې ورکړې وه.