1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کریکټ: نوروز منگل د غوراوي کمېټې مشر و ټاکل شو

۱۳۹۵ دی ۱۴, سه‌شنبه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلي پخواني کپتان نوروز منگل د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلي د غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو. د دې تر څنگ د افغانستان د کریکټ بورډ مشر د دسپلین کمېټه هم اعلان کړه.

https://p.dw.com/p/2VBav
Cricket Afghanistan gegen Australien 25.08.2012
انځور: DW

دغه خبري کنفرانس د افغانستان د کریکټ بورډ ادارې له لوري په ژوندۍ بڼه خپریده. په دې ترڅ کې د افغانستان د کریکټ بورډ نوي مشر شکر الله عاطف مشعل، د غوراوي او دسپلین کمیټې اعلان کړې.

د کریکټ بورډ مشر د نوروز منگل په مشرتوب د غوراوي یا سلیکشن کمېټه اعلان کړه. په دغه کمېټه کې له نوروز منگل سره عبدالولي امین او احمد شاه سلیمانخیل د غړو په توگه کار کوي.

عاطف مشعل وویل چې «له دې وروسته د غوراوي کمېټه یوه خپلواکه او مسلکي کمېټه ده. دوی به په پوره استقلال او پوره بې طرفۍ سره د افغانستان ملي ټیم د نړیوالو لوبو له پاره انتخابوي او د خپل هر انتخاب وروسته به مطبوعاتو ته راڅرگندیږي او په مطبوعاتو کې به د خپل غوراوي منطق او استدلال وایي.»

همداشان د کریکټ بورډ مشر یوه بله کمېټه چې د دسپلین کمېټه ده هم اعلان کړه. دا په داسې حال کې ده چې په تیرو وختونو کې ځینې افغان لوبغاړي د دسپلین د نه مراعاتولو په تور له لوبو کښینول شوي ول.

عاطف مشعل خبري کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل چې لوبغاړي د کریکټ بورډ ادارې او همداشان د کریکټ د نړیوالي شورا تر اصولو لاندې کار کوي او دا چې دغه څه مراعات شي نو د یوې مستقلې او خپلواکه دسپلین کمېټې اعلان کوي. هغه زیاته کړه چې د دسپلین مسلکي کمېټه به د ټولو لوبغاړو که په نړیوالو لوبو کې لوبیږي او که په داخلي لوبو کې د ټول دسپلین څارنه کوي.

د کریکټ لوبې پخوانی لوبغاړی هستي گل عابد، د دسپلین کمېټې مشر ټاکل شوی دی. همداشان رئيس احمدزی، سید انور شاه قریشي او نجیب الله حیات خیل، د دغې کمېټې د غړو په توگه ټاکل شوي دي. رئیس احمدزی د غوراوي کمېټې پخواني مشر دی.

عاطف مشعل وویل چې له غوراوي کمېټې څخه یې هیله دا ده چې په پوره صداقت او جدیت خپله دنده پر مخ یوسي. هغه زیاته کړه: «په کریکټ کې نه سلیقوي، نه سمتي او نه سیاسي برخورد غواړو.»

د کریکټ بورډ مشر وویل چې دوی نن دوې اساسي کمېټې اعلان کړې چې په وینا یې تر دې وروسته به د غوراوي کمېټه د لوبغاړو انتخاب په پوره استقلال کوي: «د کریکټ بورډ چیرمین، د کریکټ بورډ اجرائیه رئیس او نور ټول همکاران چې د کریکټ بورډ په اداره کې دي د دوی په داخلي چارو کې به هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي او هیچا ته د دې کار اجازه هم نه شته.»

عاطف مشعل دا هم وویل چې نوروز منگل به په څو اعزازي لوبو او همداشان ایسوسیټ ممبرز لوبو کې د لوبیدو چانس ولري. په دغه ترڅ کې به نوروز منگل له نړیوالو لوبو سره هم مخه ښه وکړي.

د عاطف مشعل په خبره کریکټ بورډ د نوروز منگل د تقاعد له پاره د مالي امتیازاتو په شمول خاص امتیازات په نظر کې لري چې بیا به وروسته په رسمي توگه له نړیوال کریکټ سره د نوروز منگل د خدای پامانۍ پرمهال اعلان شي. خو هغه وویل چې نوروز منگل به په داخلي کریکټ کې پاته وي.

ناراضه لوبغاړي

کریکټ بورډ یوه خاصه کمېټه جوړه کړې وه چې د کریکټ له خفه لوبغاړو سره خبري وکړي. د عاطف مشعل په خبره کمېټې له ټولو لوبغاړو سره خبري کړي دي او زیاته یې کړه چې هغه ټولې غوښتنې چې د اصولو او قوانینو په چوکاټ کې دي دوی به یې اوري.

نور مطالب: