1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کشاف: طالبان بايد د بهرنيانو د بغله ځان جلا کړي

۱۳۸۹ آبان ۱۸, سه‌شنبه

روانه اونۍ د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت د کابل او طالبانو تر منځ د سولي د منځګړيتوب لپاره پر طالبانو شرط کيښود.

https://p.dw.com/p/Q283
د سولي د عالي شورا وياند مولوي قيام الدين کشاف
د سولي د عالي شورا وياند مولوي قيام الدين کشافانځور: picture alliance / dpa

شرط دا وو چي رياض هغه مهال د دغو خبرو ملاتړ کوي چي طالبانو د اسامه بن لاډن د القاعدې له سازمان سره خپلي اړيکي پري کړي، هغه ډله چي د نړۍ په کچه په ترهګر سازمان پيژندل کيږي.

طالبانو بيا هم سمدستي د سعودي عربستان دغه شرط د هغو نورو شرطونو په څير باطل وباله چي کله يي د امريکا متحده ايالتونه او کله هم د افغانستان نور متحدين د کابل له حکومت سره د طالبانو د سولي د خبرو مخکي وړاندي کوي.

افغان حکومت د سولي لپاره په وار وار د ګاونډيو او حتي د سيمي د ملکونو د مرستي د راغونډولوهڅي کړي، هغه هيوادونه چي د کابل حکومت يي پر طالبانو اغيز درلودونکي بولي.

سعودي عربستان هم د دغو نفوذ درلودونکو هيوادونو له ډلي څخه دی، دا ځکه چي رياض د ګوتو په شمير هغو هيوادونو په ډله کي وو چي د طالبانو واکمني يې په رسميت پيژندلې وه او دواړو حکومتونو يو په بل کي ديپلوماتيک استازي درلودل.

خو اوس پوښتنه داده چي ايا د سعودي عربستان دغه شرط به د کابل او طالبانو تر منځ د سولي پر هغه احتمالي پروسه چي د پليدو هيلي يې سته بدي اغيزي ولري که څنګه، دې پوښتني ته د سولي عالي شورا وياند مولوي قيام الدين کشاف د نه ځواب وايي.

کشاف نن په کابل کي دويچه ويله المان ږغ راډيو سره په خبرو کي وويل چي طالبانو ته اوس څرګنده ده چي د سولي د خبرو لپاره بايد د خارجي ډلو څخه را بيل سي او دا يوازي طالبانو ته نه، بلکي د هر خپلواک خوځښت د سولي مشخصه ده.

خو د طالبانو ډلي دغه شرط ته بيا هم د تل په څير منفي ځواب ويلی.

که چيري څه باندي نهه کاله دمخه په افغانستان کي د طالبانو واکمنۍ ته وګورو نو دا نتيجه ځني اخيستل کيږي چي هغوی د القاعدي ډلي فراري مشر اسامه بن لاډن په ډيرو سختو شرايطو کي د خپل مېلمه په توګه ومانه چي وروسته د طالبانو دغه

مېلمه پالنه هغوی ته په ګرانه بيه تمامه سوه او ظاهراً يې له نړۍ سره د هغه پر سر د ډغرو په پايله کي خپل د امارت په نامه جوړ کړی دولت له لاسه ورکړ.

د سياسي چارو شنونکي هم په دې اند دي چي طالبان او القاعده اوس داسي سره يو په بل کي پيل سوي چي بيلتون يي په لنډ محال کي ناممکن ښکاري.

که څه هم د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولي خبري چندان مهمو پړاونو ته ندي ننوتي چي ورته د سعودي دغه مخکي شرط تاوان ورسوي خو د سياسي شنونکو انګيرنه دا ده چي د دغي حساسي پروسي له پيل دمخه حتي ډير يو کوچني منفي حرکت هم کولاي سي د افغان ولس هغو هيلو ته تاوان ورسوي چي په خپل ملک کي د سولي د راتګ لپاره ورته له څو لسيزو را پدي خوا په تمه دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل