1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنټن به په ازبکستان کې د بشرې حقونو په هکله خبرې وکړي

۱۳۹۰ مهر ۳۰, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې، هیلرې کلنټن، د شنبې په ورځ ازبکستان ته د خپل سفر څخه دفاع وکړه. هغې وویل چې ازبکستان سره د امریکا اړیکې کیدای شي د بشرې حقونو په برخه کې د دغه هیواد کړه وړه ښه کړي.

https://p.dw.com/p/12wxz
کلنتن ویلې چې ازبکستان کې د بشرې حقونو په اړه خبرې وکړي
کلنتن ویلې چې ازبکستان کې د بشرې حقونو په اړه خبرې وکړيانځور: DW/G. Faskhutdinov

کلنټن اوس په یوه اسیایې سفر بوخته ده. هغې د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان، پاکستان، او تاجکستان له هیوادونو څخه لیدنه کړې ده. کلنټن له پاکستان څخه تاجکستان ته تللې چې تر دې وروسته ازبکستان ته ورځي ترڅو د دغه هیواد له ولسمشر، اسلام کریموف، سره وویني.

کریموف د دوه ویشتو کلونو څخه را په دیخوا پر ازبکستان حکومت کوي. په ۲۰۰۵ کال کې اسلام کریموف د اندیجان په ښار کې د ځان پر ضد پاڅون د ۱۸۷ کسانو په وژلو سره له منځه ویوړ.

په دغه پاڅون کې د ۱۸۷ کسانو وژل کیدل د ازبکستان لخوا تایید شوي دي خو د بشري حقونو سازمانونه وایې چې اصلي شمیره له دې څخه ډیره لوړه ده.

اسلام کریموف د دوه ویشتو کلونو څخه را په یخوا ازبکستان کې حکومت کوي
اسلام کریموف د دوه ویشتو کلونو څخه را په یخوا ازبکستان کې حکومت کويانځور: AP

د ازبکستان او متحده ایالاتو تر منځ اړیکې د کلونو را په دیخوا ډیر حساسې دي. واشنټن ازبکستان هڅوي چې د بشرې حقونو په برخه کې پرمخګونه وکړې. امریکا په همدې حال کې غواړې د تروریزم په وړاندې جګړې کې د ازبکستان ملګرتیا هم د ځان سره ولري. ازبکستان افغانستان سره اوږده پوله لري چې د اورګاډې پټلۍ دغې پولې ته ستراتیژیک ارزښت بخښلی.

کلنټن ازبکستان ته د خپل سفر مخلکې وویل چې که متحده ایالات له ازبکستان سره اړیکې و نه لري نور هیوادونه چې بشرې حقونو ته اهمیت نه ورکوي له دغه هیواد سره ملګرتیا کوي.

هغې همداراز زیاته کړه امریکا غواړې د نورو هیوادونو خلکو ته وښیې چې د هغو له هیوادونو څخه بیرون هم داسې کسان شته چې د هغوې د حقوقو لپاره هلې ځلې کوي. کلنټن روښانه کړه چې په ازبکستان کې به بدلون یو نا څاپي نه وي بلکه دغه بدلون به ډیر وخت ونیسي.

یوه ازبک چارواکي ویلې دې چې کلنټن به ازبکستان ته په خپل سفر کې پر ستراتیژوکو مسایلو خبرې وکړي. ازبکستان او تاجکستان په ۲۰۰۹ کال کې د دغو هیوادونو له لارې افغانستان ته د ناټو د ملکې قطارونو له رسیدلو سره موافقه کړې وه.

اسیا ته د کلنټن د دغه سفر یوه مهمه موضوع د وریښمو د لارې د بیا جوړولو لپاره د ملاتړ تر لاسه کول دي. تاجکستان ته د کلنټن د سفر یوه بله مهمه موضوع د مخدره توکو سره مبارزه ده. د رپورټونو له مخې په افغانستان کې تولید شوي مخدره توکې د تاجکستان له لارې اروپا او امریکا ته رسیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی