1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنټن د اندونیزیا له ولسمشر سره لیدلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۱۴, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/1635P

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن نن د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ د اندونیزیا له ولسمشر سره لیدلي دي. د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د نورو موضوعاتو سربیره دواړو مشرانو د سوریې د کړکیچ او د ایران د اټومي شخړه ییز پروگرام پر سر خبرې اترې وکړي. د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ویلي دي چې کلنټن پر دې خبره اندیښنه څرگنده کړې ده چې د سوریې وضعیت په داسې اندازه شدت موندلای شي چې ښایي په منځني ختیځ کې بې ثباتې رامنځ ته کړي. خو کلنټن د ولسمشر سره تر لیدلو وروسته کومه تبصره نه ده کړې.