1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کله چي توره په سپاره واوښته

احمدولي اڅکزی (والفرم ناجیل)۱۳۹۳ آبان ۱۵, پنجشنبه

په شرقي آلمان کي د سوله یيز انقلاب په رامنځ ته کیدو کي کلیساو لوی رول درلود. د دغه انقلاب څخه څو کاله مخکې لا کلیساو د سولي له پاره هلي ځلي پیل کړي وې.

https://p.dw.com/p/1DiIr
انځور: Ökumenisches Informationszentrum Dresden

د آلمان په ګرايفوالډ سيمه کي د زانکټ نيکولای په کلیسا کي د «ريفورمیشن ياد ورځ» پروتستانت مذهبي مراسم تر سره سول. د ۲۰۱۴ کال په دغو مراسمو کي يو هنر مند يوه ننداره ښکاره کړه چي پکښي د توري څخه د کرهڼي له پاره استعماليدونکې آله «سپاره» جوړه کړل سوه. سپاره هغه اوسپنيزه يوم ته ورته آله ده چي د يو کولو يا قلبه د الې په آخر کي لګول کيږي او په مرسته يې مځکه اړول کيږي.

د دغې نندارې موخه ۳۰ کاله مخکي په همدغه کلیسا کي د لومړي ځل له پاره د «توره په سپاره بدلولو» ياد لمانځل وو. د پروتستانت مسيحي کليسا دوو ديني عالمانو هارالد برېت شنايدر، او هاينو فالکه، دغه سمبوليک فعاليت د زانکټ نيکولای په کليسا کي په ۱۹۸۰ کال د لومړي ځل له پاره نندارې ته وړاندي کړ. هغوی غوښتل چي د ختيځ آلمان د خلکو هغه هيلي ته سمبوليکه بڼه ورکړي چي غوښتل يې په سوله یيزه توګه د لوېديځ آلمان سره يو ځای سي. د توري څخه د سپاره جوړونه د مسيحي ديني کتاب انجيل څخه ريښه اخلي.

د نظامي مضمون په ځواب کي

هارالد شنايدر او هاينو فالکه د توري څخه د سپاره د جوړولو ننداره د ختيځ آلمان به ښوونځيو کي د نظامي مضمون د اضافه کیدو په غبرګون کي جوړه کړه. دغو ديني عالمان غوښتل چي په دې توګه د جګړې او تشنج خلاف يو سمبول رامنځ ته کړي.

د نظامي مضمون په جريان کي زده کوونکو ته د لوبي داسي سامان ورکول کیدل چي د وسلو بڼي يې درلودې. د ختيځ آلمان يو شمیر والدينو د دغه مضمون سره مخالفت درلود. دوی نه غوښتل چي د وړکتون ماشومان په پلاسټيکي وسلو لوبي وکړي. له همدې کبله د سولي له پاره مسيحي غورځنګ چي تر مخه لا موجود وو، لا يې پلويان زیات سول.

د سولي له پاره د مسيحي غورځنګ سمبول يوه وسپنيزه مجسمه وګرځیده. په دغه مجسمه کي يو داسي پښ يا آهنګر انځور سوی وو چي په يوه لوی سټک له توري څخه سپاره جوړوي.

د سولي له پاره د مسيحي غورځنګ سمبول مجسمه د شوروي د نامتو مجسمه جوړونکي يفګيني ؤتشیتيچ د هغې مجسمې څخه په نقل جوړه سوې وه چي د شوروي د هغه وخت ګوندي او دولتي مشر نيکيتا خوروشوف، په نيویارک کي د ملګرو ملتو دفتر ته ډالۍ کړه.

يو ښکلی فکر

هارالد برېت شنايډر د خپل ۳۰ کاله مخکي نندارې څخه ډېر مثبت يادونه لري. هغه وايي: «دا يو ښکلی فکر او نظر وو چي د توري څخه د سپاره د جوړولو دغه فعاليت تکرار سو او بیرون يې هم اغیزې رامنځ ته کړې.»

برېت شنايډر او د هغه ملګرو د توري څخه د سپاره جوړولو یو رسم سوی سمبول هم جوړ کړ او هغه يې پر ټکرانو يا رخت چاپ کړ. د هغو کسانو او په زیاته بیا ځوانانو شمیر مخ په زياتیدو سو چي دغه سمبول به يې پر خپلو جامو لګولی وو.

دا چي دغه رسم يا نښان د سولي سمبول وو نو د ختيځ آلمان واکمنانو دغه ته شک په سترګه کتل. خو هغوی پر دغه سمبول بنديز نه سوای لګولای ځکه په دغه کار سره دوی نه غوښتل چي شوروي خوابدی کړي. دا ځکه چي د شوروي يو مشر د دغه سمبول تر شا ولاړه مجسمه دومره مهمه بللې وه چي حتی ملګرو ملتو ته يې په تحفه کي ورکړه.

دا چي دغه رسم يا نښان د سولي سمبول وو نو د ختيځ آلمان واکمنانو دغه ته شک په سترګه کتل. خو هغوی پر دغه سمبول بنديز نه سوای لګولای ځکه په دغه کار سره دوی نه غوښتل چي شوروي خوابدی کړي.
دا چي دغه رسم يا نښان د سولي سمبول وو نو د ختيځ آلمان واکمنانو دغه ته شک په سترګه کتل. خو هغوی پر دغه سمبول بنديز نه سوای لګولای ځکه په دغه کار سره دوی نه غوښتل چي شوروي خوابدی کړي.انځور: DW/W. Nagel

د پروتستانت کلیسا سره يوځای

دا هغه وخت وو چي په اروپا کي د ختيځ او لوېديځ قوتونو تر منځ سړه جګړه روانه وه او د اتومي وسلو وړونکي توغندۍ د شرق څخه پر غرب او د غرب څخه پر شرق د تيارسئ په حال کي نصب وې.

په ختيځ آلمان کي د سولي د غورځنګ زياتره فعاليتونه د پروتستانت کلیسا له خوا تر سره کیدل. پروتستانت ديني علماو او مشرانو نه یوازي دا چي په کلیساو کي د سولې له پاره په دسته جمعې توګه دعاوي پیل کړې، بلکه په ۱۹۸۳ کال د لومړي ځل له پاره يې خلک د سولي له پاره مارشونو ته هم راوبلل.

د پروتستانت کلیساو استازي په ۱۹۸۸ کال په دې وتوانیدل چي د سولي له پاره په غورځنګ کي د نورو مسيحي مذاهبو او په زياته بیا د کاتوليکانو ملاتړ هم تر لاسه کړي. په دې ترڅ کي په ۱۹۸۸ او ۱۹۸۹ کلونو کي د بيلو مسيحي مذاهبو ګډي غونډي تر سره سوې. دغه غونډي چي په درېسدن او د ماګدېبورګ ښارونو کي وې، په هکله يې فکر کيږي چي په آلمان کي د سوله یيز انقلاب له پاره يو روحي او ديني هڅونه او تياري وه.

خو د هغه وروسته چې د ختيځ او لوېديځ آلمان تر منځ د «برلين دېوال» له منځه ولاړ، د کلیساو فعاليت هم کمزوره سو. د پخواني ختيځ آلمان د سولي د غورځنګ مخکښتوب نور عامو ولسي خلکو په غاړه اخيستی وو.