1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کله چې ځيرک وسايل پوليسو ته رازونه افشا کوي

۱۳۹۸ خرداد ۲۵, شنبه

که د آلمان پوليس د دې صلاحيت ترلاسه کړي چې د ځيرکو وسايلو په مټ شخصي معلومات په لاس وروړي، نو د جرايمو په کنترول کې به مرسته وشي خو د خلکو شخصي حريم به هم ستره ضربه وویني.

https://p.dw.com/p/3KW8F
Lautsprecher Amazon Echo Alexa Voice Service
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

په داسې حال کې چې په آلمان کې لا د دغې موضوع په هکله بحثونه روان دي، خو دغه کار د امريکا په متحده آيالاتو کې په حقيقت بدل شوی دی. که تاسو يوه ځيرکه وسيله ولرئ لکه د غږ په مرسته چلېدونکی يو لوډ سپيکر، يو ځيرک تلويزيون يا يخچال، نو هرومرو پوهيږئ چې هغه درته ټول وخت غوږ نيسي. حتی کله چې له دغې وسيلې څخه کار هم نه اخلئ، هغه درته غوږ نيسي او ځينو خاصو «وېک آپ» يا د راويښېدلو په نوم لغتونو ته انتظار باسي، لکه د «ګوګل هوم» وسيلې په برخه کې «اوکې ګوګل» يا «آلېکسا» د آمازون وسيلې يا «های سيري» د اپل وسيلې په برخه کې. 
که دغه کار ممکن نه وای، نو دغو وسيلو درته غبرګون هم نه شوای ښودلی. خو دا چې دغسې يوه وسيله ټول وخت ستا لارښوونو ته په انتظار کې وي، نو هر بل شی هم اوري او درک کوي چې ته يې کوي. کله چې ظرفونه مينځې يا له چا سره خبرې اترې کوې يا په ډېرو شخصي مسائلو باندې هم غږیږۍ، لکه يو راز يا د روغتيا په برخه کې کوم شوی تشخيص چې ته يې بل چا ته وايې.

Sprachassistent Amazon Echo Plus
آيا کولی شو دغسې ځيرکو وسايلو ته خپل رازونه ووايو؟انځور: Imago/AFLO

د شخصي حريم په اړه بحث


بلې خوا ته دا د حيرانتيا خبره نه ده چې د قانون تطبيقوونکې ادارې غواړي چې دغو معلوماتو ته لاسرسی ولري څو هغوی شوي جرايم تعقيب او ورک شوي کسان پيدا کړي. له دې کبله د آلمان د فدرالي آيالتونو د کورنيو چارو وزيرانو په دې موضوع باندې سره بحث کړی دی چې په ځيرکو وسايلو کې خوندي شوي معلومات وارزول او وڅېړل شي، که نه.
داسې ويل کيږي چې هانس يواخيم ګروته، چې د شلېسويګ هولشتاين د آيالت داخله وزير دی، د دې نوې هڅې تر شا ولاړ اصلي کس دی. هغه وايي چې له ديجيتال معلوماتو څخه دې د پوليسو په ورځنيو کارونو کې ګټه واخيستل شي. خو د هغه وياند ديرک هوندرتمارک، بيا دويچه ويله ته ويلي دي چې دا «يوه غلط فهمي» وه. د هغه په خبره د کوم نوي قانون اړتيا نه ليدل کيږي چې پوليسو ته نور اضافه او نوي صلاحيتونه ورکړي. هغه روښانوي چې هدف دا نه دی چې د هغو ماشومانو جاسوسي وشي چې په خپلو خونو کې سره لوبې کوي.


ns/ms (DW: Zulfikar Abbany)