1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کليساوي: د مهاجرو په خاطر د ښی اړخو هدف گرځېدلي يوو

۱۳۹۶ تیر ۶, سه‌شنبه

په آلمان کي کليساوو د خپلو مهاجر پلوه مرستو پر ضد د ښی اړخو «له کرکي ډک آنلايني کامپاينونه» غندلي دي. د پروتستانت او کاتوليکانو کليساوو شکايت کړی دی.

https://p.dw.com/p/2fSwD
Oberhausen Kirche Flüchtlingsunterkunft Betten
انځور: Reuters/I. Fassbender

په آلمان کي د شتاين باخ ام تانوس سيمي دوو کليساوو پر خپل ضد له ښی اړخو پېل سوی «له کرکي ډک کامپاين» غندلی دی. د پروستانت کليسا استازي هېربرت ليوتکه او د کاتوليکانو کليسا استازي کرستوف رويش ويلي دي چي د مهاجرو په برخه کي د دوی د فعاليتونو پر ضد ښی اړخو يو انټرنټي کامپاين پېل کړی دی.

ليوتکه او رويش دواړو ويلي دي چي دا ډول کامپاين کول به ونه زغمي. دغو کشيشانو د ياد کامپاين پر ضد د آلمان د دارم شتت څارنوالۍ ته عريضه کړې ده. په دغه حقوقي دعوه کي د ولس پارونې، مذهبي او ديني عقايدو ته ښکنځل کول، سپکاوی، اخطار او ګواښل او په غير قانوني توگه د انځورونو خپرولو تورونه لګول سوي دي.

ليوتکه او رويش په دې تړاو د پروتستانت کليسا خبري آژانس ته معلومات ورکړي دي. هغوی ويلي چي دغه عريضه يې له هغه وروسته وکړه چي د «پي نيوز» په نوم په يوه انټرنټي پاڼه کي د مارچ مياشتي پر ۲۴مه نېټه يو مطلب خپور سوی وو.

عريضه کوونکو ويلي چي د «شتاين باخ اعلاميې» په تړاو او پر ضد په «پي نيوز» انټرنټ پاڼه کي داسي مطلب خپور سوی وو چي پکښي د دواړو کسانو د تماس مکمل ادرسونه هم خپاره سوي ول. د کليساوو له خوا په «شتاين باخ اعلاميه» کي د پرانستې نړۍ ملاتړ او د بهرنيانو څخه د کرکي او توندلارۍ پر ضد ټکي راغلي ول.

رويش ويلي دي چي له هغه وروسته چي له ده سره د اړيکو په اړه معلومات په ياده پاڼه کي خپاره سول، نو د ۵۰ او ۶۰ تر منځ يې داسي برېښناليکونه تر لاسه کړل چي پکښي ورته سپکاوی سوی دی. د هغه په وينا په دې ترڅ کي هغه ته «ولس ته زيان رسونکي»، د «مردارۍ» يا د «رواني ناروغ انسان» اصطلاحات کارول سوي دي. هغه زياته کړې چي داسي ګواښونه هم په دغو برېښناليکونو کي ورته رسېدلي دي چي دی به «وسوځل» سي او يا دا چي دی به «غلام کړل سي او په جبري کار به وګومارل سي.»

د «شتاين باخ اعلاميه» د ۲۰۱۷م کال د فبرورۍ مياشتي پر۲۲مه نېټه د مهاجرو په برخه کي فعاليت کوونکو له خوا خپره سوې وه.

زموږ له آرشيف څخه (03.07.2014):