1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلينتن:د شمالي کوريا لمسونکی اوجنګي چلند د آسيا ثبات تهديدوي

۱۳۸۹ آذر ۱۶, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالتو ، جنوبي کوريا او جاپان خاراجه وزيرانو د چين څخه وغوښتل ، چه د شمالي کوريا سره په اټومي شخړه کي پر خپل دغه متحد باندي فشار ډیر کړي . دوی د شمالي کورياتازه حملې وغندلې

https://p.dw.com/p/QRMf
انځور: AP

په واشنګټن کي ددغو خبرو تر پيليدو دمخه لا دهغه د جديديت پټ مرام روښانه وو. کله چي د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن د خپلو جاپاني او کوريايي همکارانو سره کښيناسته ،نو دې د جنوبي کوريا د يونګ پيونګ په ټاپو کي د شمالي کوريا د بريدونو د قربانيانو لپاره د يو څو شيبو چوپتيا هيله وکړه.

دروواړو وزيرانو د ددغه بريد غندنه وکړه . د امريکا خارجه وزيري هيلري کلنټن وويل چي د شمالي کوريا لمسونکی او جنګي چلند د اسيا ثبات ته يو ګواښ دي . دې د روان کال د مارچ په مياشت کي د جنوبي کوريا په يوه جنګي بيړۍ کښي د اوبو د بمونو د حملې يادونه هم وکړه چي 46 عسکر پکښي وژل شوي وه . هيلري کلنټن د شمالي کوريا د يورانيمو د غني کولو د يوې بټی په اړه خبره وکړه او وويل چي دا په دې وروستي وخت کي د لمسون يوه لړۍ جوړوي .

دوی د شمالي کوريا سره يې د اټومي لانجي د هوارولو په خاطر د چين د شپږو ډلو د رابلني وړانديز ښه وباله ،خو هيلري کلنټن هغه ردکړ . په دغو شپږ اړخيزو خبرو کي چي د 2009 ميلادي کال د اپريل راهيسي پکښي پرمختګ نه دی سوی، د امريکا د متحده ايالتونو، جاپان او جنوبي کوريا ترڅنګ د چين، شمالي کوريا او د روسيې هيوادونه هم شامل دي .

« دې خبرو اترو ته د دوام ورکولو لپاره مونږ يوه مناسب اساس ته اړتيا لرو. او ددې اساس پيل د شمالي کوريا د اړخه په هغه صورت کي کيدلی شي چي دوی د هر ډول جنګي او لمسونونکي چلند څخه لاس واخلي.»

NO FLASH US Helikopter
انځور: picture alliance/dpa

هيلري کلنټن اضافه کړه چي امريکه، جاپان او جنوبي کوريا د چين څخه د لا فعاله نقش د لوبولو غوښتنه کوي.

« د پيکنګ حکومت د شمالي کوريا سره ځانګړي اړيکي لري او مونږ هيله لرو چي چين به شمالي کوريا ته زمونږ ددي روښانه او د فهم وړ پيغام په رسولو کي همکاري وکړي چي مونږ په جدي توګه غواړو چي دوي د خپل پارونکي چلند څخه لاس واخلي.»

د امريکي د متحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما ددې د مخه د چين د جمهور ريس هو جياټو سره په ټيليفوني خبرو اترو کي ددې غوښتنه کړي وه ،چي دوی د امريکا سره په دغه برخه کي همکاري وکړي . د چين ولسمشر په دې خبرو اترو کي، د ډي پي اې د خبري اژانس د خبر له مخي د ترنګلتيا د پرله پسي پراخيدلو څخه اخطار ورکړی ؤ او د ټولو خواوو څخه يې د ارامه پاته کيدو او د يوه هوښيارانه عکس العمل غوښتنه کړې وه.

US Manöver Südkorea
انځور: AP

د امريکي متحده ايالتونه اوس د خپلو متحدينو سره د يو والي د ښوولو لپاره د دوی تر څنګ ولاړ دی . د جاپان سره په شريکه امريکا د کوريا د ټاپو وزمي مخته د جاپان په اوبو کي د جنوبي کوريا سره تر ټولو لوی شريک نظامي تطبيقات تر سره کوي . پردې سربيره د امريکا لوی درستيز جنرال مايک مولن د يوه لنډسفر دپاره جنوبي کوريا ته تللی دی .

او د تيري اونۍ په پای کي بارک اوباما هم د جنوبي کوريا سره د تجارت په برخه کي د هغه تړون د کولو پريګړه اعلان کړه چي د اوږدې مودې راهيسي ورته انتظار کيدی .

کريسينا/ بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري