1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلينتن له روغتون څخه وتلې ده

۱۳۹۱ دی ۱۴, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/17Cvj

د امريکا متحده ايالاتو خارجه وزيره هيلاري کلينتن د نیویارک له یوه روغتون څخه خارجه سوې ده. دا هلته په سر کي د ویني د ګاټه کیدو له کبله معالجه سوه. ډاکترانو ډاډ ورکړی دی، چي دغه ۶۵ کلنه سياستمداره به کاملاً جوړه سي. کلينتن چي ډیر ژر به خپل مقام پریږدي، ځای به يې سناتور جان کېري ونيسي.