1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلينټن: هندوستان دي د اسيا مشري په غاړه واخلي

۱۳۹۰ تیر ۲۹, چهارشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري، هيلري کلينټن، هندوستان ته په خپل سفر کي ويلي، چي اوس ددې وخت رارسيدلی چي هندوستان د اسيايي هيوادونو رهبري وکړي.

https://p.dw.com/p/120Lx
هيلري کلينټن او د هند د چيني ايالت وزيره جی جيالاليتا
هيلري کلينټن او د هند د چيني ايالت وزيره جی جيالاليتاانځور: dapd

کلينټن همدا راز د هندوستان څخه غوښتي چي خپل ګاونډيو هيوادونو، افغانستان او پاکستان سره لا ډيري اقتصادي مرستي وکړي او د اسيايي هيوادونو رهبري په غاړه واخلي.

کلنټن چي د «چيني» په ښار کي يي يوه بيانيه ورکوله وويل چي هندوستان بايد د خپل اقتصادي پرمختګ سره سم خپل سياسي نفوذ په اسيايي هيوادونو کي لا په سي ډير کړي.

کلينټن ويلي چي اوس بايد هندوستان د يويشتمي پيړۍ د چانسونو څخه کار واخلي او په اسيا کي مشري په لاس کي ونيسي.

امريکايي چارواکو د کلنټن وروستي بيانيه د هندوستان او امريکا د اوږد مهالو اړيکو لپاره ډيره مهمه بللي. او ويلي يي دي چي واشنګټن غواړي، چي د هند سره په اوږد مهال کي د اسيا د رهبر په توګه اړيکي ولري.

کلنټن دا خبره هم په ډاګه کړې چي هندوستان او متحده ايالات به د چين سره هم خپلي اړيکي ډيري ښې او ټينګي وساتي.

دا په داسي حال کي ده چي هندوستان او د امريکا متحده ايالات په نړۍ کي د چين د مخ پر ډيريدونکي سياسي او اقتصادي نفوذ څخه په انديښنه کي دي.

په وروستيو لسو کلونو کي د هند او امريکا اړيکي ډيري پياوړي سوي. هند غواړي چي د امريکا سره د اړيکو پر ټينګولو سره، په نړۍ کي خپل نفوذ لا پياوړی کړي او امريکا هم، چي په افغانستان او پاکستان کي د ستونزو سره مخامخ ده غواړي په اسيا کي يو پياوړی ملګری ولري.

هندوستان د افغانستان تر ټولو لوي سيمه ييز مرستندوی هيواد دی، چي تر اوسه يې د افغانستان سره تر دوو ملياردو ډالرو ډيري مرستي کړي دي.

کلنټن دغه راز ويلي، چي په افغانستان کي د خبرو اترو د لړۍ کاميابيدل د دغه هيواد د ګاونډيو هيوادونو په مرستو پوري تړلې ده. هغې ويلي چي په دغه لړ کي د پاکستان او هندوستان مرستي حتمي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل