1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلیسا: د مهاجرو د کورنۍ د الحاق امکان دې ډیر شي

۱۳۹۶ مرداد ۱۷, سه‌شنبه

په برلين کې د کاتولیک کلیسا دفتر چې د آلمان د سیاست په برخه کې د کلیساګانو استازیتوب کوي د مهاجرو د کورنۍ د الحاق یا یوځای کیدو په اړه پر خپلې غوښتنې یو وار بیا ټینګار کړی دی.

https://p.dw.com/p/2hqzp
Deutschland Flüchtlinge in München
انځور: Reuters/M. Rehle

په برلين کې د کاتولیکي کلیسا د اسقف استازي پریلات کارل یوستن، د سه شنبې په ورځ (د اګست میاشتې ۸) ټینګار وکړ چې د مهاجرو د کورنۍ الحاق په آلماني ټولنه کې د دوی د ادغام په برخه کې کلیدي رول لري.

یوستن په برلين کې د کاتولیکي کلیسا له خبري آژانس سره د مرکې پر مهال وویل: «لیدل کیږي چې ډیري وختونه هغه پناغوښتونکي چې د خپلې کورنۍ د پاتې غړو په اړه اندښنه لري، د ژبې زده کړې او کار پیدا کولو سره کمه لیوالتیا لري.»

د هغه په خبره له همدې امله باید د کورنۍ د الحاق د پروسې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي. یوستن وویل د دې ترڅنګ «که موضوع د مهاجرو یا احتماعي قبولۍ په اړه وي، د پناهندګۍ د پروسۍ په جریان کې د کورنۍ یوځای کیدو پروسه باید د دوبلین د کړنلارې پر اساس پر مخ ویوړل شي.»

د کاتولیک کلیسا د اسقف دغه استازي په اروپا کې د پناغوښتونکو د یوه «عادلانه ویش» په هکله هم خبردارۍ ورکړ چې آلمان باید په دې برخه کې د دوبلين د کړنلارې پر اساس خپله ونډه پیاوړې کړې.

هغه زیاته کړه: «دا داسی یو سیستم دی چې تر ډیره بریده هیوادونه په کې په خپلو خارجي سرحدونو کې مهاجرو ته د ځای ورکولو په برخه کې یوازې پریښودل کیږي، چې دا بی انصافي ده.»

د کلیساګانو استازو د سهمیې له مخې د مهاجرو د قبلولو او یا هم د بیا میشت کولو پروګرام پر اساس د دوی د دایمي ځای پر ځای کولو غوښتنه وکړه چې په خبره به یې واقعي اړین کسان حفاظت ترلاسه کړای شي.

یوستن ټینګار وکړ چې د پناهندګۍ قانون (د مهاجرو له پاره د اعظمي اندازې ټاکلو هیڅ سرحد نه پیژني). هغه وویل چې موږ باید په دې برخه کې لا زیات کار وکړو، تر څو ډاډ ترلاسه کړو چې خلک مهاجرت ته اړ نه شي په ځانګړې توګه د افریقا خلک، چیرې چې ډيری کسان خپلې راتلونکې ته هیڅ امیدواري نه لري.

د هغه په خبره «بالاخره آلمان باید مسلکي کاري ځواک د جذب له پاره قانوني لارې رامنځته کړي، خو دغه لارې باید د کډوالو د اصلي هیواد د راتلونکي په بیه تمامه نه شي.»