1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کمپبل: د امریکایي ځواک کمښت د افغان عسکرو روزنه زیانمنوي

۱۳۹۴ بهمن ۱۶, جمعه

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان ویلي دي چې د امریکایي ځواکونو پلان شوي وتل به د افغان ځواکونو د روزني بهیر زیانمن کړي.

https://p.dw.com/p/1HqFo
انځور: picture-alliance/dpa/S. Thew

جنرال جان کمپل، چې په افغانستان کې یې ۱۸ میاشتنۍ کاري دوره پای ته رسیدونکې ده، ویلي دي چې هغه پلانونه چې له مخې یې د روان کال تر پایه پورې په افغانستان کې د مېشتو ۹۸۰۰ امریکایي ځواکونو شمیر ۵۵۰۰ ته راکښته کیږي، د افغان ځواکونو د ملاتړ «امکانات ډیر محدودوي».

کمپبل په واشنګټن کې د وسله والو خدمتونو کمیټې ته په خپلو خبرو کې ویلي دي: «له دې کبله چې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوي لا لوړي شي، موږ باید له افغانستانه د رايستونکي ځواک په شمېر کې یو څه بدلون راولو.»

افغان ځواکونو د ۲۰۱۴م کال په پای کې د ټول هیواد په کچه امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخیستل او اوس د ناټو ځواکونه په افغانستان کې یوازي د افغان ځواکونو په روزنه، مشوره ورکولو او همکارۍ مصروف دي.

خو په ۲۰۱۵م کال کې افغان ځواکونه له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوال شول او په همدې کال کې طالبان د خپل رژیم له ړنګیدو راهیسې د لومړي ځل له پاره وتوانیدل چې د یوه ښار کنترول د څو ورځو له پاره په لاس کې ونیسي.

له بلې خوا افغانستان ته د داعش په راتگ سره امنیتي ستونزي لا ډیري او مغلقې شوې دي. دغه ترهګره ډله غواړي په ننګرهار ولایت خپل فعالیتونه ډیر کړي.

کمپبل ویلي دي چې افغانستان په یوه ډیر حساس وضعیت کې دی او زیاته کړې یې ده: «که موږ قصدي تدابیر و نه نیسو نو په ۲۰۱۶م کال کې هم د دې خطر شته چې حالات د ۲۰۱۵م کال په څیر او یا هم له هغه بدتر وي.»

خوکمپبل روښانه کړې ده چې لکه څرنګه چې هغه ته امر شوی دی، دی به له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو ته تیاری ونیسي، خو ټینګار یې کړی دی چې دا به ښه وي چې له افغانستان څخه ځواکونه د حالاتو په پام کې نیولو سره و ایستل شي، نه د یوه مخکني پلان له مخې.